د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1922745
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

حریت ورځپاڼې  "اردوغان: مونږ پوره هوډ لرو چې خپل هیواد ډیرې لوړې مرتبې ته ورسو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په نړۍ کې هر بحران تورکیه نوره هم پیاوړې کوي. "مونږ هیواد چې د سیاسي ، ډیپلوسۍ او امنیتي برخو سربیره د پانګونې، کارموندنې او صادراتو سره وده کړې، هوډ لرو چې  تورکیه د پیړۍ تر ټولو لوړې مرتبې ته يي ورسو."

د خبر تورک ورځپاڼې  "چاووش اوغلو، په سویډن کې هیڅ ډول پرمختګ شتون نلري"

د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې  د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل، د سویډن له لوري چې د تورکیې له خوا په ناټو کې د غړیتوب د منظورۍ په تمه دي، د ترهګرۍ پر خلاف د مبارزې ، د ترهګرو د استرداد او پدې هیواد کې د ترهګرو د شتمنیو د کنګلولو په څیر د کړو ژمنو په برخه کې کوم  ګام ندی اوچت کړی. ددې سربیره د تورکيې دفاعي صنایع چې د سویډن نه د ځینو توکو د واردولو په خاطر وړاندیز کړی دی خو تر اوسه پورې کوم مثبت ځواب ندی ترلاسه کړی.

 

یني شفق ورځپاڼې  "تورکیه د طبیعي ګازو په مرکز بدلیږي"د سرلیک لاندې لیکلي دي،

د تورکیې د  عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چلیک وویل چې د اوکراین او روسیې جګړه د غلې دانې او انرژۍ د بحران لامل شوې او پیاوړې ډیپلوماسۍ تورکیه یو مهم مقام ته رسولې دی. هغه د دې خبرې په ټینګار سره وویل  چې تورکیې د غلې دانې بحران حل کړی دی، د انرژۍ په برخه کې به تورکیه د توزیع په مرکز بدل شي.

د سټار ورځپاڼې  "له تورکیې څخه د تیلو حمله " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

د انرژۍ او طبیعي زیرمو وزیر فاتح دونمز د تیلو وروستیو موندنو ته په اشارې سره وویل، زمونږ د نفتو کورني تولید ۸۰ زره بېرلو ته رسیدلی دی. زمونږ د جمهوریت په سل کلنۍ (۲۰۲۳) کې به زمونږ تولید د ورځې د ۱۰۰ زره بېرلو ته لوړ شي.

د صباح ورځپاڼې  "د مرکزي بانک زیرمې د ۸ کلونو تر ټولو  په لوړه کچه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د جمهوریت د مرکزي بانک  ټولې زیرمې د تیرې اونۍ په پرتله د دسمبر په ۱۶ نیټه په اونۍ کې ۷۴۷ میلیون ډالر زیات شوي او د ۱۲۹ میلیارد ۵۱۱ میلیون ډالرو ته د لوړیدو سره د ۲۰۱۵ کال د جنوري راهیسې ترټولو لوړې کچې ته رسیدلي.



اړوند خبرونه