د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې "د تورکیې، جرمني او یونان ترمنځ مهمه لیدنه " د سرلیک لاندې لیکلي دي د تورکیې، جرمني او یونان استازو په بلجیم کې درې اړخیزه غونډه وکړه. په دې کتنه کې د تورکیې او یونان ترمنځ د ارتباطي چینلونو د بیا احیا کولو په اړه هم خبرې وشوې.
د سټار ورځپاڼې "مونږ به د ۱۰ غوره هیوادونو څخه یو شو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ترانسپورت او زیربنا چارو وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو وویل چې دوی پلان لري چې په ۲۰۲۳ کال کې د تورکیې لومړۍ کورنۍ مخابراتي سپوږمکۍ ترکسات 6A فضا ته واستوي چې پدې ډول سره به تورکیه د نړۍ د هغه لسو هیوادونو په لست کې شامل شي چې د مخابراتي سپوږمه کیو د تولید وړتیا لري.
د خبرتورک ورځپاڼې " څلورو د برمه کارۍ کښتیو په ورته وخت په چارو پيل وکړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تږرکیې د پټرولیم کارپوریشن شرکت راپور ورکړی چې د فاتح، یاووز او قانوني کښتۍ په تور سمندر کې او د عبدالحمید خان برمه کولو کښتۍ په ورته وخت کې په مدیترانه کې دنده پيل کړه.
صباح ورځپاڼې "تورکي ساینس پوهان به داسې 'سمارټ وسیله' تولید کړي چې د انسان د تنفس نه به ناروغۍ تخشیص کوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ترکي ساینس پوهان به یو داسې "هوښیار تحلیل" ماشین په جوړولو بوخت دي چې کولی شي د انسان د تنفس نه د هغه د ناروغۍ تشخیص وکړي.
د حریت ورځپاڼې "د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام ارجنټاین وګټلو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ارجنټاین د ۲۰۲۲ نړیوال جام په پای لوبه کې فرانسې ته د پینالټي په برخه کې د 4-2 په توپیر سره ماتې ورکړه. ، د ویلو ده چې دا پایلوبې ۹۰ دقیقې ۲-۲ او اضافي وخت یې ۳-۳ بشپړ کړ. ارجنټاین بیا په پینالتۍ کې فرانسې ته ۴ د دوو پر وړاندې ماتې ورکړه او قهرماني خپله کړه.