د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

1919186
د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

 

حریت ورځپاڼې  "اردوغان: راځئ چې د ترکمن ګاز لپاره کار پیل کړو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا څرګندونې په ترکمنستان کې د تورکیې – اذربایجان – ترکمنستان د دولتونو د مشرانو په لومړۍ غونډه کې وکړې. د اردوغان، د اذربایجان ولسمشر الهام علی یف او د ترکمنستان ولسمشر سردار بردي محمدوف  ترمنځه یو ګډ پروتوکول لاسلیک شو. اردوغان وویل، مونږ باید همدا اوس لویدیځو بازارونو ته د ترکمنستان د طبیعي ګازو د لېږدولو په برخه کې کار پیل کړو.

د سټار ورځپاڼې  "د چاووش اوغلو څخه په ارمنستان غږ کول" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل چې تورکیه د ځانګړو استازو له لارې د ارمنستان سره خپلو خبرو ته دوام ورکوي او زیاته کړه  "مونږ د خپل هوايي حریم د پرانستلو په برخه کې د هوايي کارګو په برخه کې ځینې ګامونه پورته کړي دي. ارمنستان هم باید صادقانه ګام پورته کړي.

د صباح ورځپاڼې  " د تورکیې لومړنۍ بې پیلوټه جیټ الوتکې  خپله لومړی الوتنه وکړه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، بې پیلوټه جنګي الوتکې بایرقتار قزل ایلما خپله لومړۍ الوتنه وکړه. د تورکیې د هوايي چلند په برخه کې ددې  تاریخي ورځې انځورونه نشر شول. د بایکار ټکنالوژۍ شرکت  اجراییه رئیس هالوک بیرقدار  وویل، "مونږ د قزل ایلما پروژې کې خپله لومړۍ الوتنه بشپړه کړه، چې په ۲۰۲۱ کې پیل شوې وه. مونږ دا پروژه د یو کال په څیر په ډیره کمه موده کې چمتو کړه.

ییني شفق ورځپاڼې "وال سټریټ ژورنال د تورکیې د اقتصاد ماډل ستاینه وکړه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

د تورکیې اقتصاد ماډل د یوې امریکایی مالي ورځپاڼې  وال سټریټ ژورنال، لخوا ستایل شوی. د ورځپاڼې لخوا په ترسره شوي تحلیل کې، دا په ګوته شوي چې د ولسمشر اردوغان غیر روایتي تګلارې د لوی اقتصادي شرایطو سره سم تصویب کیدی شي، چې تمه کیږي په ۲۰۲۳ کې به اسانه وي. په تحلیل کې ویل شوي چې "کورنیو وګړو  بیرته ترکي لیرو ته مخه کړې ده ".

د خبرتورک ورځپاڼې  "جرمني مجله: اډانا، د متقاعدینو غوره ښار" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د آلمان د فوکس مجلې لخوا د بیلابیلو هیوادونو په ۷۹۹ ښارونو کې د ترسره شوې څیړنې له مخې، د تورکیې اډانا ښار د متقاعدینو لپاره د  ۱۰ غوره ښارونو کې شپږم ځای ترلاسه کړی دی. په داسې حال کې چې د ښار روغتیايي خدمات، خوندیتوب، اقلیم او ترانسپورتي شبکه د لیست په جوړولو کې ټاکونکي عوامل وو، ډیری متقاعدو ښاریانو دا پایله تایید کړه او ویې ویل چې دوی په ادانا  کې ژوند کولو له امله  ډیر خوښ دي.



اړوند خبرونه