د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي
![د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/1603/b899/caf2/615a9f0083fbc.jpg?time=1719102631)
د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي
د ینې شفق ورځپاڼې "د ولسمشر اردوغان څخه د تیلو زیری" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تورکیې د نوښت اوونۍ د انوالنیګ اتلانو د جایزې په مراسمو کې په خپله وینا کې وویل چې د تیلو په اړه له مختلفو ولایتونو څخه ښه خبرونه راځي. مونږ په پام کې لرو چې په راتلونکي کال کې د خپل کورني نفتو تولید په ورځ کې سل زره بیرلو ته لوړ کړو.
حریت ورځپاڼې "د اکار لخوا یونان ته خبرداری" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د تورکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار وویل «یونان په پرلپسې پارونکو اقداماتو او تیري کوونکو څرګندونو سره په غیرې عقلاني، غیرې منطقي او غیرې قانوني غوښتنو او ادعاوو سره د کړکیچ د زیاتولو لپاره هر ډول هڅې کوي. مونږ هیڅکله هم ددوې پدې ډول دریځ او کړنو سترګې پټولی نشو. که چیرې دوی د ښه او روښانه سبا انتظار ولري باید د پرون او نن خطاګانو نه لاس واخلي.
سټار ورځپاڼې " په نړۍ کې د تورکیې د هوايي ځواک او ټکنالوژۍ د پرمختګونو انعکاسات " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د نړۍ پام په ۲۰۲۳ کال کې د تورکیې ملي محاربوي الوتکې، هورجیټ الوتکې او قزل ایلما بې پیلوته جنګي الوتکې ته اوښتی دی.
د امریکا فوربس مجلې په ۲۰۲۳ کال کې الوتنه کوونکي د تورکیې ملي پوځي الوتکې د سرلیک لاندې لیکلي دي یوه تحلیلي مقاله خپره کړې ده . پدې مقاله کې راغلي دي چې د تورکیې هغه ملي محاربوي الوتکې وپیژنۍ چې په ۲۰۲۳ کال کې د الوتنې پلان لري. په مقاله کې راغلي دي چې په ۲۰۲۳ کال کې به د تورکيې د ملي محاربوي جنګي الوتکه ، هورجیټ الوتکه او د قزل ایلما په نامه بې پیلوته جنګي الوتکه الوتنه وکړي.
د صباح ورځپاڼې "د سمبولونو پل تاریخ جوړ کړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ترانسپورت او زیربنا وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو وویل چې د ۱۹۱۵چاناقلعه پل په تاریخ کې د نړۍ ترټولو لوړ برجونو سره د تعلیق پل په توګه ثبت شو ، .
د خبرتورک ورځپاڼې "د د ۱۲۵ عشاریه ۹ میلیون ډالرو په ارزښت ترکي سالمون کبان صادر شوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ څخه تر نوامبر میاشتې پورې له تورې بحیرې څخه د تورکیې د سالمون کبانو صادرات ۲۰۷ سلنه زیات شوي او ۱۲۵ میلیونه ۸۵۸ زره ۳۴۸ ډالرو ته رسېدلي دي.