د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1906073
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

صباح ورځپاڼې  "د استقلال په کوڅه کې د چاودنې په اړه د اردوغان څرګندونې"

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په استانبول کې د استقلال په کوڅه کې د چاودنې په اړه وویل: زمونږ ملت باید ډاډمن واوسي چې د استقلال د کوڅې د پیښې عاملین به هر ژر ونیول شي  مجازات  به شي .

 

حریت: "سویلو: برید کوونکی نیول شوی"

د تورکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو ویلي، بریدګر چې د استانبول په استقلال کوڅه کې یې چاودنه کړې وه، نیول شوی دی. سویلو وویل، "مونږ به هغه کسانو ته چې مونږ ته دا درد رارسولی دی داسې درد وښایو چې هیڅکله يي هم هیر نکړي. هغوې ته به ددې څو چنده درد او غم وښایو. نږدې وختونو کې به ددې شاهدي وکړي.

 

وطن ورځپاڼې  "د پنجه تالۍ  په عملیاتو کې ۴۵۵ ترهګر له منځه وړل شوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې وسله والو ځواکونو  د پنجه تالۍ د عملیاتو په لړ کې تر دې دمه ۴۵۵ تنه  ترهګر له منځه وړي دي او د ترهګرو اړوند ۴۵۵ څمڅې او پټنځایونه ویجاړ کړي دي.

د سټار ورځپاڼې  "د اسپانیا  څخه د تورکیې پریکړه" د سرلیک لاندې لیکلي دي

د اسپانیا  د پیټریوټ توغندیو د دفاعي سیستم او د هغو سرتیرو د دندې موده د ۲۰۲۳ کال تر جون پورې غځولې ده چې تورکیې د هوايي دفاع په برخه کې د مرستې لپاره استولي وو. د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د اسپانیا د دفاع وزیرې مارګریتا روبیلز سره په لیدنه کې  د هغې نه متحدوالي  د روحیې سره سم د ملاتړ د پریکړې له امله مننه وکړه.

د خبرتورک ورځپاڼې  "د ټوکر او خامو موادو له سکتور څخه د ۸ عشاریه ۷  میلیارد ډالرو صادرات" د سرلیک لاندې لیکلي دي د ټوکر او خامو موادو سکټور د روان کال په لسو میاشتو کې د ۸ میلیارده او ۷۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت د جنورۍ او اکتوبر تر ټولو لوړ صادرات ترلاسه کړل.



اړوند خبرونه