د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
حریت ورځپاڼې "د دفاعي صنعت سکتور به د تورکیې پیړۍ یو له مهمو عناصرو څخه وي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دفاعي صنایعو د ریاست د ۳۷مې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ په پیغام کې وویل چې تورکیه د دفاعي صنایعو د پرمختګ له امله په سیمه کې د یو قوي هیواد مقام ته رسیدلې ده. په دې وروستیو کلونو کې د دفاعي صنعت په برخه کې مهمې ودې او پرمختګ مونږ خپل هدف ته لا پسې نږدې کړي یو. زه باور لرم چې دفاعي صنعت سکتور به د تورکیې پیړۍ یو له مهمو عناصرو څخه وي."
د سټار ورځپاڼې " په نړۍ کې د موټرو د مهم شرکت ولوو لخوا د تورکیې د کورني موټر توګ ستاینه" د سرلیک لاندې لیکلي دي، په نړۍ کې د موټرو د مهم شرکت ولوو چې مرکز يي په سویډن کې دی د تورکیې کورني موټر ستاینه وکړه. په سویډن کې چاپیدونکې ورځپاڼې ایکسپریسین لخوا په یوه مقاله کې ویل شوي چې د برانډ نوي بریښنایی موټر ټوګ چې تمه کیږي هر څه ژر به بازار ته عرضه شي ، اروپا ورته سترګې په لار دي . په مقاله کې راغلي دي چې د ټوګ موټر د تورکیې بازار ته د عرضه کیدو نه ۱۵ یا ۱۸ میاشتې وروسته به اروپا ته په صادراتو پیل وشي.
د ینې شفق ورځپاڼې "د کرنې له سکتور څخه د صادراتو ریکارډ" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د کرنې سکټور د جنوري – اکتوبر میاشتو ترمنځه تر ټولو لوړ صادرات کړي او د صادراتو کچه یې ۲۹ میلیارد ۵۲۵ میلیون ډالرو ته رسیدلې ده.
د صباح ورځپاڼې "ترکش ایرلاینز د آلمان لخوا د نږدې نه څارل کیږي" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې ملکي هوايي شرکت ترکش ایرلاینز چې د انګلستان میشته سکایټریکس لخوا تنظیم شوي د نړیوال هوایی ډګر جایزې لیست کې اووم ځای لري ، په آلمان کې په اجنډا کې دی. د جرمني مطبوعاتو، چې د ترکش ایرلاینز بریالیتوب یې د "ترکش ایرلاینز د لوفتانسا څخه تیر شو" په څیر خبرونه نشر کړي دي.
د خبر تورک ورځپاڼې " په اماسرا کې د طلسم مهر وموندل شو" د سرلیک لاندې لیکلي
د تورکیې د بارتین ولایت د اماسرا په ولسوالۍ کې د امستریس په لرغوني ښار کې د تاریخي کیندونو په ترڅ کې د مصریانو اړوند یو طلسم مهر وموندل شو.