د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/1603/b899/caf2/615a9f0083fbc.jpg?time=1718965657)
ینی شفق ورځپاڼې "له تورکیې څخه د غلو د لیږد په اړه څرګندونې " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې ملي دفاع وزارت خبر ورکړ چې روسیې په سیواستوپول کې د بریدونو له امله په موقتي توګه د غلې دانې عملیات ودرول. په بیان کې راغلي چې له اوکراین څخه به هیڅ کښتۍ ونه وځي. د اوکراین نه د راغلو کښتیو پلټنې په استانبول کې دوام لري. د ویلو ده چې په استانبول کې د همغږۍ په مرکز کې روسي پرسونل په دنده بوخت وو.
د سټار ورځپاڼې "تر ټولو خوندي لاره تورکیه ده" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د تورکیې د خزانې او مالیې وزیر نورالدین نباتی څرګنده کړه چې تورکیه د خپل جغرافیایی موقعیت له امله له روسیې، ایران او سعودی عربستان څخه د انرژۍ لپاره دهلیز دی او ویې ویل، هر ډول طبیعی ګاز او تیل په ارزانه او خوندي توګه لیږدولی شي.
د سهار ورځپاڼې " د وطن په مینه کې لیوني تورکان راروان دي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د اکټوبر په ۲۹ د تورکیې په بورسا کې پرانستل شوي، د تورکیې لومړی کورني موټر توګ په نړۍ کې پراخ انعکاسات راوپارول. بهرنیو رسنیو ددې فابریکې د پرانیستو او د فابریکې د پرانیستو په مراسمو کې د ولسمشر اردوغان څرګندونو ته ډیر زیات انعکاس ورکړی دی.
حریت ورځپاڼې "ټوګ د نړۍ په رسنیو کې " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې کورني او ملي موټر ( ټوګ ) د نړۍ په مطبوعاتو کې پراخه پوښښ وموند. بلومبرګ دا خبر خپلو لوستونکو ته د دې سرلیک سره وړاندې کړ چې "اردوغان د تورکیې لومړی بریښنایی موټر معرفي کړ".
آلمان د دویچه ویله په خبر کې، داسې تبصره وه چې 'ترکیه د توګ سره تاریخ جوړوي'. د روسیې خبري اژانس ریا نووستي لیکلي چې دا بریښنایی کورني موټر په ۳۰ دقیقو کې چارج کیدی شي او د یو ځل چارج سره ۵۰۰ کیلومتره واټن ظرفیت لري.
وطن ورځپاڼې " د تورکیې په لومړني کورني او ملي موټر توګ کې د تورکیې رنګونه"
د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د کورني موټر ټوګ رنګونه اعلان شول. د ټوګ لخوا شریک شوي پوسټ کې ویلي دي چې ددې موټر رنګونه د هیواد د طبعیت او ښکلا نه اخیستل شوي دي. شین رنګ د ګیمیلیک د سیمې د زیتون د ونو لاندې د راونو تکو شنو اوبو نه ، سور رنګ د اناتولیا د صمیمت او لیتوالتیا ، تور رنګ بیا د اولتو رنګ نه د ښکلا نه اخیستل شوی دی. همداشان پدې رنګونو کې د هیواد د کپادوکیا ، پاموک قلعه او نورو سیمو د طبعي ښکلا نه کار اخیستل شوی دی.