د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1898951
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ینې شفق ورځپاڼې  "د اکار لخوا د  فلسطین پر مسئلې ټینګار" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکيې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د اسرائیلو له دفاع وزیر بنیامین ګانټز سره چې تورکیې ته په رسمي سفر راغلی وکتل.

اکار د خپل اسرائیلي سیال سره د لیدنې په اړه وویل چې ، "مونږ خپل حساسیتونه څرګند کړل. زمونږ ترمنځه د همکارۍ او ډیالوګ ډیریدل به د هغو مسلو د حل سره مرسته وکړي چې په اړه يي اختلاف شتون لري ، په ځانګړې توګه د فلسطین په اړه اختلافاتو سره."

د سټار ورځپاڼې  " پولنډ لخوا د بایرقدار د ویدیو  شریکول" د سرلیک لاندې لیکلي دي

د پولنډ د دفاع وزیر ماریوس بلاسزاک په خپل ټویټر پاڼه کې د تورکیې په وسلو سمبال بې پیلوټه الوتکې Bayraktar TB2 ویډیو شریکه کړې .د پولنډ د دفاع  وزیر نشر کړې ویدیو لاندې یو لنډ پیغام هم خپور کړی دی. هغه پدې پيغام کې د پولنډ خلکو ته لیکلي وو چې بیرقدار  راروانې دي. د پولنډ د دفاع وزارت د بلاسزاک پوسټ ته اشاره وکړه او په ځواب کې ورته لیکلي دي چې د لیدو په هیله . د ویلو ده چې پولنډ د تورکیې څخه بیرقدار ټي بي ۲ ډرون الوتکې پیرودلي دي.

 

حریت  ورځپاڼې "د ګازپروم د مشر  لخوا د تورکیې  په اړه پیغام" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د روسیې د ګازو د دولتي شرکت ګازپروم د مدیره هیئت مشر ویکتور زوبکوف وویل چې په تورکیه کې د طبیعي ګازو د مرکز د جوړولو پلان د روسیې او تورکیې په څیر د اذربایجان او اروپا په  ګټه  هم دی.

د خبر تورک ورځپاڼې "تورکیې  په ۹ میاشتو کې د ۴۰ میلیون ۲۴۶ زره ۸۹۹ تنو سیلانیانو  کوربه توب کړی " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، تورکیې د روان کال په ۹ میاشتو کې د ۴۰ میلیونو ۲۴۶ زره ۸۹۹ سیلانیانو کوربه توب کړی چې د ګرځندوی ټول عاید ۳۵ میلیارده ۲۸ میلیونه ۵۴۰ زره ډالرو ته لوړ شوي  دي.

 

صباح  ورځپاڼې "ترکش ایرلاینز یو ځل بیا د نړیوال معیار جایزه وګټله" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاینز د 2023 APEX رسمي هوایی هوايي شرکتونو په درجه بندي کې دوه جایزې ترلاسه کړې. ترکش ایرلاینز یو ځل بیا ورلډ کلاس جایزه وګټله . ترکش ایرلاینز د ۵ ستورو نړیوال هوایی شرکتونو په منځ کې د APEX ترټولو لوړه  جایزه یو ځل بیا وګټله.



اړوند خبرونه