د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1898418
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

صباح ورځپاڼې  "اردوغان د تورکیې پیړۍ  د لید منعکس کوونکې ویدیو خپره کړه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تورکیې د پېړۍ د لید په اړه د خپل ټولنیزې رسنۍ له پاڼې  له لارې یوه ویدیو خپره کړه.  پدې ویدیو  کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي  چې په تیرو شلو کلونو کې  د تورکیې وسله وال ځواکونه  ۷۰  سلنه په ملي دفاعي وسلو او سیستم سمبال شوي دي.

 

وطن ورځپاڼې  "اردوغان د سویډن له لومړي وزیر سره ټیلیفوني خبرې وکړې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان د سویډن له نوي لومړي وزیر اولف کریسترسن سره په ټیلیفوني خبرو کې هغه ته انقرې ته بلنه ورکړه او وویل چې ،  چې په انقره کې د هغه کوربه توب نه خوشحاله شي. اردوغان هغه لیک ته په اشارې سره چې د اکټوبر په ۱۹مه یې کریسټرسن ته لېږلی و، ویلي چې دوی د سویډن له حکومت سره په هر ډګر کې د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا ته چمتو دي.

 

ییني شفق: "په یوناني رسنیو کې د اردوغان مهم تحلیل" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

یوناني ورځپاڼي تا نی  تورکیه څنګه د ختیځ او لویدیځ تر منځ د توازن د رامنځته کولو هڅه کوي؟ سرلیک لاندې یوه تبصره خپره کړې ده . پدې تبصره  کې ویل شوي: "ولسمشر اردوغان په تدریجي ډول تورکیه د یوه خپلواک ځواک په توګه بیا جوړه کړې د نوو ملګرو پیدا کولو لپاره کار کوي." د دې خبرې په ټینګار سره  ویل شوي چې تورکیې د خپل نفوذ ساحه پراخه کړې ده، اردوغان په افریقا او لاتینې امریکا کې لسګونه ډیپلوماټیک ماموریتونه پرانستل.

 

حریت ورځپاڼې "سټولټنبرګ: ډېر ژر تورکیې ته راځم " د سرلیک لاندې لیکلي دي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ اعلان وکړ چې په نږدې راتلونکي کې به تورکیې ته سفر وکړي. سټولټنبرګ په خپله وینا کې وویل، موږ خوښ یو چې تورکیه، فنلنډ او سویډن د درې اړخیز تړون په چوکاټ کې کار کوي. موږ له خپل نږدې متحد تورکیې او فنلنډ او سویډن سره په تماس کې یو. زه به په نږدې راتلونکي کې تورکیې ته لاړ شم."

 

د سټار ورځپاڼې  "د انګلستان لخوا تورکیې ته یوروفیټر توپان جنګي الوتکو پيغام " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د انګلستان د دفاع وزیر بین والیس په استانبول کې د د ډګر ایکسپو ۲۰۲۲ دفاعي صنایع نندارتون  څخه د لیدنې پرمهال، وویل چې انګلستان په تورکیې د یوروفایټر ټایفون جنګي جټ الوتکو پلورلو په اړه غور کوي. "ما د بایرقتار وسله وال بې پیلوټه الوتکې وړتیاوې ولیدلې، د تورکیې دفاعي صنعت د دې ځواک پیاوړی کوي." والیس وویل، «مونږ په ښکاره په تورکیه د یورو فایټر ټایفون جنګي جټ الوتکو د پلورلو په اړه غور کوو.»



اړوند خبرونه