د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
ورځپاڼې "چاووش اوغلو: مونږ په لیبیا کې د مشروع حکومت سره په کار کولو سره د کورنۍ جګړې مخه ونیوله" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پرون د ډاکار په فورم کې په خپله وینا کې وویل، د افریقا اتحادیه او نور سیمه ییز سازمانونه د تورکیې ستراتیژیک ملګري دي او ویې ویل، مونږ په لیبیا کې له مشروع حکومت سره په کار کولو سره د کورنۍ جګړې مخه ونیوله.
ییني شفق ورځپاڼې "شینټوپ: تورکیه به د کریمیا الحاق په رسمیت ونه پیژني" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي شورا رئیس مصطفی شینتوپ د دې په څرګندولو سره چې تورکیه به د کریمیا الحاق په رسمیت نه پیژني او نه به يي کله وپیژني وویل ، تورکیه به په دوه اړخیزو او څو اړخیزو پلیټ فارمونو کې د اوکراین او کریمیا د تاتارانو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د خبرتورک ورځپاڼې "د انرژۍ د وزیر ډونمز لخوا د انرژي مرکز پیغام" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د انرژۍ او طبیعي زیرمو وزیر فاتح دونمز اعلان وکړ چې په تورکیه کې د روسیې د طبیعي ګازو لپاره د انرژی د اډې د جوړولو په اړه په اصولو کې موافقې ته رسیدلي یو او بل دا چې تورکیې په خپله برخه کې کار پیل کړی دی.
د صباح ورځپاڼې "له روسیې څخه د تورکیې په اړه څرګندونې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ (کرملین) ویاند دیمیتري پیسکوف وویل، هڅې روانې دي چې تورکیه د ګازو د سوداګرۍ مرکز وګرځي او ویې ویل، "ترک سټریم د ظرفیت لوړولو لپاره د پام وړ ظرفیت لري."
د حریت ورځپاڼې "ډګر ایکسپو ۲۰۲۲ د دفاعي هوايي چلند او فضا صنعت نندارتون پیل شو" د سرلیک لاندې لیکلي دي د ډګر ایکسپو ۲۰۲۲ دفاعي فضایي صنعت نندارتون په استانبول کې پیل شو. پدې نندارتون کې لومړی د تورکیې د د "سربوت" په نوم روبوټیک وسله چې د بې پیلوټه جګړې د راتلونکي مفکورې لپاره تولید شوې، نندارې ته وړاندې شوه.