د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1897293
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

صباح ورځپاڼې "د تورکیې په  پیړۍ ټینګار " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې

ولسمشر رجب طیب اردوغان د کابینې له غونډې وروسته په یوه وینا کې وویل: «مونږ خپل جمهوریت  هغه سویې ته د رسولو په خاطر چې د ملت په توګه مو ورته  خوب او خیال لیدلی وو په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او دیپلوماتیکو برخو کې رسولی دی. مونږ دې د  پرمختګ پيړۍ ته د تورکیې د پيړۍ نوم ورکړ. دا به زموږ میراث وي."

 

د ینې شفق ورځپاڼې "یواځې په تورکیه او امریکا کې شتون لري" د سرلیک لاندې لیکلي دي، په دې وروستیو کې خپره شوې ویډیو کې په اقنجي تعرضي بې پیلوته الوتکه  کې یو کوچنی بم لیدل شوی. له بې پيلوټه الوتکې څخه د دې مهماتو د ویشتلو توان، ګومان کېږي له تورکیې او امریکا پرته بل هېواد  نلري او نه یې شي کولای. ددې پرمختګ نه د و  یو داسې پرمختګ  په توګه یادونه شوې  چې د به  انقرې لاس د  هر لحاظ پیاوړی کړي.

حریت ورځپاڼې " د یونان تریخ اعتراف : د تورکیې له خوا تولید شوې نوې وسلې مونږ ډاروي! " د سرلیک لاندې لیکلي دي په یوناني رسنیو کې په یوه تحلیل کې،د تورکیې د  کورني او ملي وسلو په اړه ارزونې شوي دي. پدې تبصره کې ددې خبرې په ټینګار شوي دي چې  "تورکیه په دوامداره توګه خپل پلان تعقیبوي چې ځان په یو نړیوال ځواک بدل کړي. یونان پرمختګونه له نږدې څاري، مګر په ډراماتیک ډول وروسته پاتې دي."

 

د سټار ورځپاڼې  "مونږ د خپل اردو لپاره د تورکیې  په دفاعي صنعت باور لرو"د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د هنګري د دفاع وزیر کریستوف سزالي بوبرونسکي وویل چې هیواد یې له ۲۰۱۷ کال راهیسې په خپل تاریخ کې تر ټولو ستر پوځي پرمختایي مطالعات ترسره کوي. په دې برخه کې، موږ غواړو چې زمونږ پوځ د ناټو سازمان سره په سازګان تجهیزاتو سمبال کړو. مونږ پدې برخه کې د تورکیې پر دفاعي صنعت پوره باور لرو. مونږ هیله لرو چې د تورکیې د دفاعي صنایع سربیره په نورو برخو کې هم خپلو اړیکو ته وده ورکړو.

د خبر تورک ورځپاڼې  "د سوپر لوکس  کروز کښتیو سره په ۳  میاشتو کې ۴ زره تنه سیلانیان ترابزون ولایت ته راغلي دي"

د کروز سفرونو سره چې ۵ کلونو وروسته  په دوبي  کې ترابزون بیا پیل شول ، نږدې ۴ زره سیلانیان په ۳ میاشتو کې ښار ته راغلل.



اړوند خبرونه