د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1893665
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د خبر تورک ورځپاڼې " ولسمشر اردوغان د ټولو هغه دولتونو نه چې د بارتین د فاجعې له امله يي غمشریکي ښودلې مننه وکړه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپل پیغام کې د هغو هیوادونو په اړه چې د تورکیې بارتین ولایت  د اماسرا په ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو  په کان کې د چاودنې له امله د رامنځته شوې فاجعې له امله يي د خواخوږۍ او تسلیت پيغام رالیږلي دي وویل: "د ټولو دوستونو هیوادونو او ملتونو نه چې د بارتین د فاجعې له امله يي زمونږ سره د غمشریکۍ او خواخوږۍ په خاطر د تسلیت او ډاډګیرنې پيغامونه راستولي دي او خواخوږي ښودلې ده د خپل ځان او خپل ملت په استازیتوب مننه کوم"

 

سټار ورځپاڼې "د منځني ختیځ او خلیج هیوادونو ته صادراتو ریکارډ مات کړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،  منځني ختیځ او خلیجي هېوادونو ته د تورکیې صادرات د روان کال په ۹ میاشتو کې ۲۴ عشاریه ۸ سلنه زیات شوي او ۲۴ میلیارده او ۷۰۰ میلیونو ډالرو ته رسېدل. د ویلو ده چې  تر ټولو زیات صادرات عراق ته  شوی دي. عراق ته د ۷ میلیاردو او ۵ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.

 

د ینې شفق ورځپاڼې  "د خواړو په نندارتون کې د تورکیې ډیر ښه ځلیدل" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د نړۍ تر ټولو په ستر د خوراکي توکو په نندارتون سایل پاریس کې  تورکیه تر ټولو ښه وځلیده. پدې نندارتون کې چې چین ګډون نه وو کړی تورکیې ټولې تشې ډکې کړې او په ډیر ښه توګه وځلید.

وطن  ورځپاڼې "مونیکا مولینا: زه په تورکیه کې داسې احساس کوم لکه په خپل کور کې چې یم" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، هسپانیوي  مشهوره  سندر غاړې دیوا مونیکا مولینا، چې څو ځلې د لاتیني موسیقۍ د غوره سندرغاړې لپاره نومول شوې، وویل: "کله چې زه په تورکیه کې له خپلو مینه والو سره وینم، یو عجیب او غریب احساس کوم. کله چې زه سټیج ته ځم زما سره د ځانګړې مینې او احترام احساس کوم.. زه په تورکیه کې په سټیج کې داسې احساس کوم لکه په خپل وطن کې چې یم. داسې احساس کوم چې هیڅ شی غلط نشي." نوموړي په دې الفاظو سره له تورکیې سره خپله مینه څرګنده کړه.



اړوند خبرونه