د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1891738
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د صباح ورځپاڼې  "د چاووش اوغلو لخوا پر یونان غږ " د سرلیک لاندې لیکلي دي

د تورکیې  د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د ایژې ټاپوګانو د یونان لخوا د مسلح کولو په اړه وویل: "یونان د معمول په څیر په یوه دردونکي حالت کې راګیر دی. دوی د تل په څیر ځي او شکایت کوي." چاووش اوغلو یونان ته په خطاب کې وویل، "راشئ، د ټاپوګانو بې وسلې کول د عدالت نړیوالې محکمې ته وړاندې کړئ."

 

د سټار ورځپاڼې  " د پولنډ پوځ  د بیرقدار ټي بي ۲ په طاقت سمبال شو" د سرلیک لاندې لیکلي دي د پولنډ د دفاع مرستیال وزیر ووجیچ سکارکویچ اعلان وکړ چې  د روانې میاشتې نه په اعتبار سره به  د تورکیې د  ملي  ځايي محصول بیرقدار ټي بي ۲ په وسلو سمبال بې پیلوټه الوتکو په کارولو پيل وکړي.. سکارکویچز وویل: "مونږ پدې ډیر ښه پوهیږو چې دا بې پیلوټه الوتکې په ریښتیني ګواښونو او اصلي جګړه پر مهال څه ډول ګټورې دي او څه ډول فعالیت کوي." هغه وويل"دا د وسله والو ځواکونو د عصري کولو يو ډېر مهم عنصر دی."

 

حریت  ورځپاڼې "دونمز: زمونږ هیواد کیدای شي چې د طبیعي ګاز په برخه کې مهم رول ولوبوي" د تورکیې  د انرژۍ او طبیعي زیرمو وزیر فتح دونمز د تورکیې – المان د انرژۍ په څلورم فورم کې په خپله وینا کې وویل، زموږ هېواد کولای شي له ګاونډیو هېوادونو څخه د لویدیځو هېوادونو بازارونو ته د طبیعي ګازو د لېږد په برخه کې مهم رول ولوبوي.

 

خبرتورک  ورځپاڼې "تورکي چای په ۹ میاشتو کې تر ټولو ډیر بلجیم ته صادر شوی"

د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د جنورۍ او سپتمبر په موده کې له تورکیې څخه د نړۍ ۱۰۶ هېوادونو، خپلواکو سیمو او ازادو سیمو ته ۴۸۷۰ ټنه چای ولېږدول شول. بلجیم ته د ۳ میلیونو ۹۲۱ زره ۱۹۸ ډالرو صادراتو  سره د تورکیې د چایو په صادراتو کې لومړی ځای لري.

 

د ینې شفق ورځپاڼې  "د نړۍ مشهور سندرغاړی سټاکي کینټ د اتاترک کولتور مرکز ستاینه وکړه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د دریم ځل لپاره د کولتور او ګرځندوی وزارت لخوا تنظیم شوي د "بیو اوغلو کلتور سړک فستیوال" برخې په توګه ، د امریکا جاز سندرغاړې سټاکي کینټ د اتاترک کلتوري مرکز  کې د میوزیک مینه والو کنسرت ورکړ. په کنسرټ کې په خپله وینا کې، کینټ وویل چې هغه د اتاترک کولتور مرکز په ټولو برخو کې وګرځید او لیدنه يي ترینه وکړه. ډیر يي خوښ شو او ددې مرکز عکسونه يي د خپل ټولنیز مډیا له پاڼې له لارې خپاره کړل.



اړوند خبرونه