د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1891335
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

صباح ورځپاڼې " د ختیځې مدیترانې په اړه له اروپايي ټولنې څخه د  اردوغان غوښتنه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل "د هر پلاتفورم په څیر مو د چک جمهوریت په پلازمینه پراګ کې د اروپا مشرانو ته وویل چې مونږ غواړو د ختیځې مدیترانې او ایژې  ستونزې د نړیوال قانون په چوکاټ کې حل کړو." اردوغان وویل: "موږ تمه لرو چې اروپایی ټولنه په دې مسله کې د غیر عادلانه او غیرقانوني نوښتونو د ملاتړ پر ځای خپل مرکچیان د دوه اړخیزو خبرو اترو لپاره راوباسي."

حریت ورځپاڼې  "اردوغان: اروپا په دې غور کوي چې څنګه ژمی تیر کړي. موږ داسې کومه ستونزه نه لرو." د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان

په اروپا کې د انرژۍ د بحران  ته په اشارې سره وویل چې په پراګ په وروستۍ سرمشریزه کې، اروپایي مشرانو څرګنده کړه چې دوی  ددې په فکر کې دي چې سږنی  ژمي  به څنګه تیر کړي.  ما ورته وویل چې "مونږ داسې ستونزه نه لرو." اردوغان وویل چې تورکیه به د راتلونکي کال په پیل کې د تور بحیرې څخه طبیعي ګاز راوباسي نور به هم راحته وي.

د سټار ورځپاڼې  "میخلسن: اردوغان ممکن پوتین ته د ویلو لپاره مؤثر ټکي ولري" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د استونیا د پارلمان د بهرنیو چارو د کمیټې مشر مارکو میخلسن د تورکیې په منځګړیتوب ټینګار وکړ. میخلسن وویل: "ولسمشر اردوغان په دې وروستیو کې د جګړې ښکیل اړخونه (روسیه او اوکراین) د خبرو اترو میز ته راوستلو سره مهم ډیپلوماتیک اقدام کړی دی. اردوغان ښايي د اټومي وسلو په اړه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د ویلو لپاره اغېزمنې کلمې هم ولري.

یینی شفق ورځپاڼې "تورکیه په ختیځ مدیترانې ګاز کې ترټولو ګټور انتخاب دی"

 

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د وزیر پخواني مرستیال متیو بریزا ویلي، له ختیځې مدیترانې څخه اروپا ته د طبیعي ګاز د لېږد لپاره تر ټولو ترټولو غوره او  منطقي لاره باید د تورکیې له لارې د پایپ لاین غځول وي. "له دې پرته، دا زړه راښکونکي ندي ځکه چې دا به خورا ګران وي،"

خابر ترک: "ترکیه په مثبت ډول توپیر ته دوام ورکوي"

 

د خزنې او مالیې وزیر نورالدین نباتی وویل: "موږ د نړۍ له اقتصادونو سره په مثبت ډول توپیر ته دوام ورکوو، د لوړې ودې او د کارموندنې د زیاتوالي له امله چې موږ د ترکیې د اقتصاد ماډل سره ترلاسه کړی دی." نباتی وویل چې په ترکیه کې د بیکارۍ کچه په یوه عدد کې راښکته شوې ده.



اړوند خبرونه