د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
وطن ورځپاڼې "له اردوغان څخه یونان ته غوڅ پیغام : مونږ به تل هغه څه وکړو چې لازم وي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یونان د حکومت پر خلاف سخت غبرګون وښود. ولسمشر اردوغان وویل چې د یونان حکومت خپل هېواد په امریکايي اډو سمبال کړی. اردوغان وویل: «د یونان اوسنی لومړی وزیر په ډیره ښکاره توه له امریکا متحده ایالتونو څخه د مرستې غوښتنه کوي. ولسمشر اردوغان د یونان په لومړي وزیر غږ وکړ ، " هغه څه چې تاسو یې کوئ، لاس مو ازاد دی، مونږ به تل هغه څه وکړو چې لازم او اړین وي، موږ چمتو یو.
د سټار ورځپاڼې "ملګرو ملتونو ته د تورکیې لیک" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
تورکیې د ختیځې ایژې د ټاپوګانو د غیر پوځي دریځ په اړه ملګرو ملتونو ته په خپل وروستي لیک کې د یونان بې اساسه ادعاګانې په قوي حقوقي دلیلونو سره رد کړې. په لیک کې راغلي، "یونان (جزیرې) د خپلو بې وسلې کولو مسؤلیتونو ته سپکاوی کوي او هڅه کوي. د دې مکلفیتونو سرغړونه نړیواله سوله ګواښي. ترکیه د یونان دا بې بنسټه ادعاوې او سیاسي خبرې په کلکه ردوي.
حریت ورځپاڼې " د اروپايي ټولنې او یونان پر خلاف د تورکیې غبرګون " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې او لیبیا ترمنځ د هایدرو کاربن په برخه کې د لاسلیک شوي تفاهم لیک په اړه د اروپایی اتحادیې او یونان د څرګندونو په اړه د تورکیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند تانژو بلجیک وویل: « یونان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند او اروپايي ټولنې د ویاند څرګندونې د تورکیې لپاره د ذرې په اندازه اهمیت او ارزښت نلري.
یني شفق ورځپاڼې "تورکیه د راتلونکي پوځ جوړوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د تورکیې کورني او ملي وسله وال بې پیلوټه الوتکې چې نړۍ یې لومړی د اذربایجان له خوا د ارمنستان د ماتې او بیا پر اوکراین د روسیې د یرغل پرمهال د ډیرو ښه ځلیدو سره د ټولو پام ځانته رااړولی دی. د امریکا فوربس مجلې د دفاعي صنعت په برخه کې د تورکیې اقدامات څیړلي. د فوربس مجلې شنونکي امیر حسین یو تحلیل خپور کړ چې سرلیک یې دی چې "تورکیه د لوړ جنګي وړتیا سره اردو جوړوي"
خبر تورک ورځپاڼې "د تورکیې د مالیې وزیر نباتي : ۲۱ مه پیړۍ به د تورکیې پیړۍ وي"
د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د توکریې د خزانې او مالیې وزیر نورالدین نباتی وویل چې د تورکیې د اقتصاد ماډل به د نړۍ لپاره یو مثال جوړ کړي. نباتي د دې خبرې په کولو سره چې "موږ به وده وکړو، موږ به کار وکړو، موږ به تولید کړو، موږ به کار پیدا کړو"، نباتی ټینګار وکړ چې ۲۱ پیړۍ به د ترکیې پیړۍ وي.