د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1872238
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

خبر تورک ورځپاڼې " د هیواد نه بهر د ساختماني چارو د قراردادونو هدف ۷۵ میلیارده ډالره دی " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،  د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، تمه لرو چې تر  ۲۰۳۰ کلونو پورې به په نړۍ کې د ساختماني  خدمتونو د قراردادونو رقم ۷۵۰  میلیارده ډالرو ته ورسېږي. هغه وویل. "موږ باید په ګډه هڅه  وکړو چې په لومړي پړاو  کې د دې لوی کیک لس سلنه برخه ترلاسه کړو. پدې قراردادونو کې د  د خپل هیواد ونډه ۱۰ سلنې یا ۷۵ میلیارد ډالرو ته لوړ کړو.

 

حریت ورځپاڼې  "له روسیې څخه د انتالیا له لارې د ترانزیت الوتنو پلان"  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ورسيې   د ګرځندوی شرکتونو په تورکیه کې د دوبي له موسم وروسته  چې شاوخوا دوه میاشتې وروسته تړل کیږي د انتالیا لپاره نوي پلانونه پیل کړل. د روسیې د ګرځندوی د نماینده ګیو د  اتحادیې مرستیال الیکسان مکران

 د دې په څرګندولو سره  وویل چې د ژمي په میاشتو کې د لرې ختیځ او کارابین سیمې ګرمو بحرونو ته د روسي سیلانیانو رسیدل به ددوې  لپاره یو دردناک او ستړی کونکی سفر وي ، "تر ټولو اقتصادي او د آرامۍ لارې پلان به په تورکیه کې د انتالیا هوایی ډګر نه استفاده وي. هغه وویل چې د انتالیا هوايي ډګر نه به ترانزیت الوتنې پیل کړي."

 

وطن ورځپاڼې  "هغه هیوادونه چې د تیلو تر ټولو  ډیری زیرمې لري اعلان شول" د  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د انرژۍ نړیوالې ادارې  د هغو هېوادونو تازه نوملړ خپور کړ چې د تېلو تر ټولو ډېرې زېرمې لري.

 د معلوماتو له مخې، په داسې حال کې چې د نفتو د تولید ټولیز ذخیرې ۱ تریلیون ۷۷۹ میلیارد بېرلو ته رسېدلې، د یادولو وړ ده چې تورکیې ډېر هېوادونه شاته پریښي دي. تورکیه د ۳۴۰ میلیون بېرلو تېلو سره ۱۸م ځای لري.

ینی شفق ورځپاڼې  " د استانبول  د ونډو بازار ته د بهرنیانو لیوالتیا "  د سرلیک لاندې لیکلي دي ،  د استانبول  د ونډو په بازار کې ونډو شاخص د ۳ زره ۱۰۰ پوائنټونو حد ته رسیدلی. په داسې حال کې چې د بهرنیو پانګوالو دلچسپي په زیاتوالي کې مهم رول لوبولی، د کال له پیل راهیسې شاخص په سلو کې ۶۱ زیات شوی دی.

سټار ورځپاڼې  "د اکار لخوا د ترهګرۍ سره په مبارزه کې د عزم پیغام"  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د  ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د PKK/YPG او PYD پر وړاندې د تورکیې د وسله والو ځواکونو عملیاتو ته په اشارې سره وویل "مونږ د خپلو ۸۵ میلیون اتباعو د باور او اعتماد د  ترلاسه کولو لپاره کار کوو." اکار ددې خبرې په ټینګار سره وویل  چې د دوی یواځینی هدف ترهګر دي. چیرته چې ترهګرو وي هغه ځای زموږ هدف دی.  هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې دا عملیات به څومره وخت ونیسي؟ وویل، تر هغه چې وروستی ترهګر هم له منځه لاړ نه شي زمونږ مبارزه به دوام وکړي.



اړوند خبرونه