د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

1871759
د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

 

حریت ورځپاڼې  "اردوغان: له اسرائیلو سره په اړیکو کې اوچت شوي ګامونه به د فلسطینیانو نه زمونږ ملاتړ کم نه کړي" د سرلیک لاندې لیکلي  دي،

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا څرګندونې پرون د فلسطین له ولسمشر محمود عباس سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې. اردوغان وویل: "له اسرائیلو سره زمونږ په اړیکو کې اوچت شوي ګامونه به په هیڅ صورت کې د فلسطین د مسئلې لپاره زمونږ ملاتړ کم نه کړي."

 

یني شفق ورځپاڼې  " یونان لخوا  د تورکیې F-16 الوتکو ځورول او د تورکیې لخوا  اړین ځواب " د سرلیک لاندې لیکلي  دي،

د تورکیې د ملي دفاع وزارت سرچینو اعلان کړی چې د تورکیې اف ۱۶ الوتکې په ختیځه مدیترانه کې د ناټو د فعالیتونو په چوکاټ کې د یونان F-16 الوتکو لخوا د رادار په بندولو  سره ځورول شوي دي. تورکیې اف ۱۶ الوتکو  سمدلاسه یونان ته لازم ځواب  په ورکولو سره سخت غبرګون ښودلی دی. د تورکیې د غبرګون نه وروسته یوناني الوتکې د سیمې نه وتښتیدې.

 

د صباح ورځپاڼې  "اکار د آسټین سره ولیدل" د سرلیک لاندې لیکلي دي،

د تورکیې د  ملي دفاع وزیر خلوصي اکار پرون د  امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر لویډ جیمز آسټین سره تیلیفوني خبرې وکړې. د خبرو په مهال په دفاعي او امنيتي مسايلو په تېره بيا د اوكراين د پرمختګونو، د ترهګرۍ په ضد د مبارزې او تورکیې لخوا د امریکا نه  د F-16 جنګي الوتكو د پیریدو او عصري کولو په مسئلو خبرې او تبادل د نظر وکړ.

 

خبر ترک ورځپاڼې  "روسل کرو: د رخصتۍ لپاره تورکيې ته ترجیح ورکړۍ" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نړۍ نامتو سینمايي لوبغاړي روسل کرو چې د اوسکار جایزه يي هم ګټلې ده د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپلو مینه والو د رخصتۍ لپاره تورکیې ته ترجیح ورکړۍ غږ کړی دی. هغه د تورکیې ډیره زیاته ستاینه کړې او ویلي دي چې یو ډیر جادويي او ښکلی هیواد دی. هغه ویلي دي که چیرې تورکیې ته مو سفر کړی نوي د لیدو وړ په واقعیت سره چې ښکلی هیواد دی.

سټار ورځپاڼې  "انګریزانو ترکیه غوره کړه" د سرلیک لاندې لیکلي دي،

تورکیه د ګرځندوی په برخه کې نوي ریکارډونه ماتوي. د کولتور او ګرځندوی وزارت لخوا د اعلان شوي معلوماتو له مخې ، تورکیې ته د برتانوي سیلانیانو شمیر د تیر کال په پرتله ۲۱ سلنه ډیر شوی او له ۱ میلیون ۸۱۰ زرو څخه ډیر شوی.



اړوند خبرونه