د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1856214
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

ینې شفق ورځپاڼې "یوناني ځواکونو د جرم پرمهال ونیول شول" د سرلیک لاندې لیکلي

دي ، د یونان ساحلي ګارد ځواکونه د ایژې په سمندر کې د ناقانونه کډوالۍ کښتۍ تورکیې لورې ته د راشړولو پر مهال د تورکي ځواکونو لخوا ونیول شول. یوناني کښتۍ چې د تورکیې له سمندري پولې اخلال کړې وې او تورکیې لورې ته د کډوالو د کښتۍ د رااړولو په خاطر راوښتې وې د تورکیې د سواحلو د ګارډ ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو لخوا ونیول شول او فلمونه يي واخیستل شول.  . د تورکیې  ملي دفاع وزارت د هغه شیبې عکسونه خپاره کړل کله چې د یونان ساحل ګارد ځواکونو  کښتۍ په ایژې سمندر کې  د تورکیې اوبو ته غیرقانوني کډوال  راشړل. ناقانونه کډوال د تورکیې د ساحل ساتونکو لخوا وژغورل شول.

د سټار ورځپاڼې  "د تورکیې د بې پيلوټه ښکاري الوتکې  وسله وال ځواکونو ته وسپارل شوې " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د دفاعي صنایع د شرکت اسلسن لخوا جوړې شوې د شاهین په نامه بې پیلوټه ښکاري الوتکې وسله والو ځواکونو ته وسپارل شوې. دا الوتکې چې د مایکرو یا کوچنیو ډرون الوتکو د ښکارولو او له منځه وړو په موخه جوړې شوي دي د هیواد د مهمو او حساسو ادارو په محافظت، پولو امنیت او دفاعي برخو کې به ترینه استفاده وشي.

 

صباح ورځپاڼې " تورکي ساختماني شرکتونو  په بهر کې ۱۳۲ نوې پروژې پیل کړي "سرلیک لاندې لیکلي دي ، تورکي ساختماني شرکتونو  د روان کال په شپږو میاشتو کې ۱۳۲ نوې پروژې په بهر کې ترلاسه کړي. د جنورۍ څخه د جون په موده کې د تورکي قراردادیانو لخوا په بهر کې د ترسره شویو نویو پروژو اندازه ۴عشاریه ۶  ملیارده ډالره ده. تورکي شرکتونو په وروستیو کې تر ټولو ډیر قراردادونه په متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان کې ترسره کړي دي.

 

حریت ورځپاڼې  "ټماټر به له نیوشهیر ولایت څخه اوکراین ته صادر شي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، اوکراین د روسیې سره د جګړې له امله د سبزیجاتو غوښتنې پوره کولو لپاره له تورکیې څخه د سبزیجاتو پیرود پیل کړ. اوکراین، تورکیې د نوشهیر ولایت  په کوزاکلي ولسوالۍ کې د جیوترمل شنو خونو کې تولید شوي روميانو په پیریدو پیل کړی دی. اوکراین به د لومړي ځل لپاره به له دې

 

ښار څخه روميان وارد کړي. د اوکراين تر څنګ له سيمې څخه مالدووا، سربيا، بلغاريا او هالنډ ته روميان لېږول کېږي.

 

وطن ورځپاڼې  "تورکي ډاکټر د طب په برخه کې مهمه لاسته راوړنه وکړه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د رادیولوژۍ پروفیسور ډاکټر رحیمي اوکلو لخوا کشف شوي ،کوم چې د سرطان په درملنه کې د رګونو له لارې اداره کیږي او د تومور وده ودروي ، د امریکا د خوړو او درملو ادارې (FDA) لخوا تصویب شوی. دې نوي میتود د طب په برخه کې نوې هیلې رامنځته کړي دي.



اړوند خبرونه