د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/1603/b899/caf2/615a9f0083fbc.jpg?time=1718870995)
وطن ورځپاڼې "د ترکیې او مالیزیا ګډه پریکړه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مالیزیا له لومړي وزیر اسماعیل صبري یعقوب سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، موږ موافقه وکړه چې د نننیو ننګونو لکه د خوړو خوندیتوب، انرژي، چاپیریال او د اقلیم د بدلون په وړاندې د خپل پیوستون د زیاتولو توافق وکړ. ولسمشر زیاته کړه چې مونږ په مالیزیا کې د تورکیې د ملي او ځايي واکسین تورکو واک استفاده ته د وړاندې کولو TURKOVAC، مالیزیا ته د واکسین د تکنالوژۍ د صادرولو او په ګډه د واکسین جوړولو د مطالعاتو د ترسره کولو پلان جوړ کړی دی.
د ینې شفق ورځپاڼې "امریکا د بایرقدار ټي بي ۲ TB2s یوه کاپي جوړه کړې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
Edge Autonomy، چې مرکزي دفتر یې د کالیفورنیا په سان لوئس اوبیسپو کې دی، د متحده ایالتونو د اردو لپاره د پینګوین (PENGUIN) په نوم بې پیلوټه الوتکه جوړه کړې، چې د ټي بي بایرقدار یوه کوچنۍ کاپي ده. یاد شوي شرکت اعلان وکړ چې د متحده ایالتونو اردو سره یې د نامعلوم شمیر پینګوین لپاره یو تړون لاسلیک کړی ، خو دا الوتکې د تورکیې د بایرقدار ټي بي ۲ الوتکو سره د ډیر زیات شباهت او حتا د کاپي له امله ډیرې زیاتې پوښتنې راولاړې کړي دي.
حریت ورځپاڼې "د انرژۍ وزیر دونمز : موږ په ۳۵۸ مترو کې تیل موندلي چې دا یو ریکارډ دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د انرژی او طبیعی زیرمو وزیر فاتح دونمز د ادانا ولایت د سیهان په ولسوالۍ کی د تیلو ساحه معاینه کړه. وزیر دونمز وویل، "په سیمه کې د تېلو زېرمه ۷ نیم نه تر ۸ میلیونه بېرله ده. موږ په چکورووا دوه کې په ۳۵۸ متره کې تېل موندلي چې دا یو ریکارډ دی."
سټار ورځپاڼې "د تورکیې او اسراییلو ترمنځ تاریخي تړون" د سرلیک لاندې لیکلي دي
د تورکیې او اسراییلو ترمنځ د ۱۹۵۱ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره د هوايي چلند تړون لاسلیک شو. د دې موافقې له مخې، د اسراییلو هوایي شرکتونه به د تورکیې ځینې ځایونو ته الوتنې ترسره کړي.
صباح ورځپاڼې "تورکیې د کال په لومړۍ نیمایي کې په ۱۲۴ هیوادونو کې پیرودونکي موندلي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، تورکیې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ څخه تر جون پورې ۱۴۹ زره ۷۰۱ ټنه فندقو د صادراتو نه ۸۳۵ میلیونو ۹۷ زره ۳۷۱ ډالرو عواید ترلاسه کړي. تورکیې پدې موده کې تر ټولو ډیر فندق جرمني ته صادر کړي دي.