د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1853330
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

سټار ورځپاڼې  "FETO د یو ترهګري سازمان په توګه د ناټو په اسنادونو کې ثبت شو"

د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان څرګنده كړه چې د بېلتون غوښتونكي ترهګرې ډلې PKK چې تر اوسه يوازې په اروپايي اتحاديه كې ثبت دي، اوس نه يوازې د اروپايي ټولنې په ريكارډونو كې ، بلكې PYD/YPG او د فتح الله ګولن ترهګريز سازمان (FETÖ) هم د ناټو په ريكارډونو كې ثبت شو.

 

حریت ورځپاڼې  "اردوغان: سومالیا سره  زموږ  د مرستو مقدار له یو میلیارد ډالرو څخه اوښتې ده" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ولسمشر رجب طیب اردوغان او د سومالیا ولسمشر حسن شیخ محمود په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ګډه خبري غونډه ګډون وکړ. اردوغان وویل "د هغو مرستو مقدار چې موږ په تیرو لسو کلونو کې له سومالیا سره کړې دي له یو میلیارد ډالرو څخه اوښتي دي. نن زه خوښ یم چې سومالیا په ډیرو برخو کې پرمختګ کړی دی."

 

خبر ترک ورځپاڼې  "اکار: موږ د غلو دهلیز لپاره هڅه کوو" د سرلیک لاندې لیکلي دي

د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار وویل چې د اوکراین له بندرونو څخه په غلو بار کښتیو د ایستلو لپاره پلان شوي د غلې دانې دهلیز  د جوړولو لپاره  په نږدې راتلونکي کې د مثبتو پایلو ترلاسه کولو لپاره مونږ خپلو هڅو ته دوام ورکوو." اکار وویل چې په نړیواله کچه د تورکیې هڅې د ستاینې وړ دي.

وطن ورځپاڼې  "د عبدالحمید خان برمه کولو کښتۍ دندې ته چمتو ده" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، تورکیې د انرژی او طبیعی زیرمو وزیرفاتح دونمز د تورکیې د برمه کارۍ او انرژۍ د پلټون څلورمه  کښتۍ خپل ماموریت ته  د چمتووالي  چارې د نږدې نه کنټرول کړې  او وویل چې دا کښتۍ، په نړۍ کې د ۵ بیړیو څخه یو چې تورکیې په خپلو بیړیو کې شامل کړی. هغه زیاته کړه  "زموږ کښتۍ به د راتلونکي کال په لومړۍ نیمایي کې دنده پیل کړي. په اګست کې، د دې د دندې لومړی ځای به شاید مدیترانه وي.

 

یني شفق ورځپاڼې  " د یونان د ډګروال : د تورکیې په وړاندې بې ځایه ځان په وسلو سمبالوو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

د یونان د هوايي ځواکونو د حربي پوهنتون استاد ډګروال کونستانتینوس زیکیدیس وویل چې د تورکیې سره د یونان پرتله کول به د خپګان لامل شي. ډګروال زیکیدیس وویل: "موږ د تورکیې پر وړاندې په خوشې او بې ځایه توګه ځان په وسلو سمبالو. «موږ د ترکیې له پوځي وړتیاوو سره سیالي نه شو کولای.



اړوند خبرونه