د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/1603/b899/caf2/615a9f0083fbc.jpg?time=1719243200)
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د وطن ورځپاڼې "په تور سمندر کې د غلو دهلیز پلان" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د
تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د ايټاليا له لومړي وزير ماريو دراګي سره په ګډه خبري غونډه كې د تورې بحيرې د غلې دانې د دهلېز په اړه وويل، د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين او اوكراين ولسمشر ولاديمير زيلينسكي تګلارې مهمې دي. اونۍ - لس ورځې کې به موږ هڅه وکړو چې خبرې ګړندۍ او وروستۍ کړو.
صباح ورځپاڼې "د سویډن د وزیر لخوا د تورکیې په اړه څرګندونې" د سرلیک لاندې
لیکلي دي تورکیې له سویډن او فنلنډ سره د ناټو په سازمان کې ددوې د غړیتوب په خاېر په مادرید کې یو درې اړخیز تفاهم لیک لاسلیک کړ. له هغې موافقې وروسته چې په کې د تورکیې ټولې غوښتنې ومنل شوې، د سویډن له خوا یوه مثبت او ښه غبرګون څرګند شو. د بهرنیو چارو وزیرې، این لینډ وویل، "موږ به په بشپړه توګه د درې اړخیز هوکړه لیک سره سم عمل وکړو، موږ به یې تعقیب کړو."
خبرټورک ورځپاڼې "د شینګین ویزې ستونزه ثبت شوه" د سرلیک لاندې لیکلي دي
انقرې د شینګین ویزې د وړاندیز پرمهال د تورکي اتباعو د ځورونې ثبتولو لپاره اقدام وکړ. د دې موضوع په اړه یو راپور د اروپا د شورا پارلماني غونډې ته هم وړاندې شو.
سټار ورځپاڼې "د دوست هیواد سره د هایدرو کاربن ملګرتیا" د سرلیک لاندې لیکلي
دي د سومالیا ولسمشر حسن شیخ محمود څرګنده کړه چې د تورکیې او سومالیا حکومتونو د هغه هیواد د هایدروکاربن د زیرمو په اړه د همکارۍ خبرې اترې وکړې، "موږ د هایدروکاربن په برخه کې د بین الحکومتي شراکت په اړه خبرې اترې پیل کړې."
د ینې شفق ورځپاڼې "ترکش ایرلاینز او د استانبول هوایی ډګر یو ځل بیا په لومړي سر کې ځای نیولی دی ، پداسې حال کې چې د استانبول هوایی ډګر د می په میاشت کې د ۵ میلیون ۶۶۱زره ۱۵۱ مسافرینو کوربه توب سره په ټوله اروپا کې د هوایی ډګرونو په مینځ کې لومړی ځای ترلاسه کړ ، د ترکش ایرلاین د ۲۷ جون او جولای دریمو نیټو ترمینځ د په ورځ کې په اوسط ډول سره د ۱۵۱۰ الوتنو سره د مښکښو هوایی شرکتونو په مینځ کې ترټولو ډیر الوتنې درلودې.