د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
سټار ورځپاڼې "د یوناني مطبوعاتو څخه په زړه پوري اعتراف" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د یونان د تا نی ورځپاڼې د «اردوغان د خبرو اترو هنر» تر سرلیک لاندې د ناټو په سرمشریزه کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان رول ته پام اړولی دی. په مقاله کې راغلي، د تورکيې ولسمشر د مادريد په غونډه کې وښودله چې لا هم په نړيوال ډګر کې د خبرو اترو ډیر قوي هنر لري. موږ کله کله هېروو چې اردوغان یو هغه سیاستوال دی چې په نړیواله ډګر کې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره ځانګړې تجربه او وړتیا لري.
حریت ورځپاڼې "په ترهګریز سازمان کې د پنجه – تالۍ پوځي عملیاتو ویره" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د پنجه – تالۍ پوځي عملیاتو سره چې د اپریل په ۱۷ د عراق په شمال کې پیل شوي او په بریالیتوب سره دوام لري، سیمه د ترهګرو څخه پاکه کړې ده. د امنیتي سرچینو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د بریالي عملیاتو په پایله کې، د بیلتون غوښتونکي ترهګریز سازمان PKK نومول شوي لوړ پوړي چارواکي په تېښته کې دي او نور ترهګر وژل شوي دي.
خبر تورک ورځپاڼې "په تورکیه کې د چارج کولو سټیشنونو کې لویه پانګه اچونه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په تورکیه کې د بریښنایی موټرو د چارج کولو زیربنا رامینځته کولو لپاره د صنعت او ټیکنالوژۍ وزارت لخوا د "برقی وسایطو لپاره د ګړندي چارج کولو سټیشنونو ملاتړ برنامې" سره ، د ۱ میلیارد لیره پانګوونې لپاره لاره هواره شوې. د ملاتړ پروګرام سره، تورکیه به یو له هغو هیوادونو څخه وي چې د چټک چارج کولو ظرفیت په چټکۍ سره پکې وده کوي.
یینی شفق ورځپاڼې "د ټیکنوفیسټ نوښت پروګرام پيل شو" د سرلیک لاندې لیکلي دي
د TEKNOFEST د نوښت پروګرام پرون په استانبول کې د ځانګړو مراسمو سره پیل شو. د T3 بنسټ بڼسټ ایښودونکی رئیس سیلجوق بایرقدار وویل "زموږ ځوان وروڼه د نوښت برنامې سره په سیالیو کې فاینل ته یې لاره موندلې د ټکنالوژۍ د حرکت سره ، به خپل سفر ته دوام ورکړي ترڅو زموږ د هیواد بشپړ خپلواک راتلونکي ته خدمت وکړي.."
صباح ورځپاڼې "د تورکي ساختماني شرکتونو ستره بریا" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د هیواد نه بهر د تورکیې ساختماني شرکتونو د روان کال په لومړنۍ نیمايي کې د ۴عشاریه ۶ میلیاردو ډالرو په ارزښت ۱۳۲ پروژو په ترلاسه کړي دي. د هیواد نه بهر د تورکیې ۴۰ ساختماني شرکتونه د چین او امریکا نه وروسته په دریم کتار کې ځای لري.