د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1835911
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

خبر ترک: "د چاووش اوغلو لخوا د سویډن او فنلینډ په اړه مهمې څرګندونې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د ناټو په سازمان کې د  سویډن او فنلینډ غړیتوب د غوښتنلیک په اړه  وویل، "ټول مونږ سره پدې برخه کې چې د ترکیې اندیښنې باید حل شي همفکره دي." هغه وویل  "ترهګریز سازمانونه په ښکاره په دغو هیوادونو کې فعالیت کوي، موږ غواړو چې دوی د ترهګرۍ  نه ملاتړ بند کړي."

 

یني شفق ورځپاڼې  "د ولسمشر ویاند قالن: موږ د خپلو پولو د ساتنې لپاره له هیچا څخه اجازه نه اخلو او نه به يي هم کله واخلو" سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ولسمشر ویاند ابراهیم قالن د سوریې په شمال کې د احتمالي نویو عملیاتو په اړه وویل، دا د ترکیې تر ټولو مشروع حق دی چې د خپلو پولو د امنیت د ساتنې لپاره اقدام وکړي، موږ په دې برخه کې له هیچا څخه اجازه نه اخلو.

 

صباح ورځپاڼې "د سوریې د عملیاتو په اړه د دفاع وزیر اکار مهمې څرګندونې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار سوریې د عملیاتو په اړه واضح پیغامونه ورکړل. وزیر اکار وویل چې د ترکیې وسله وال ځواکونه هر ډول ماموریت ته چمتو دي او د سوریې په شمال کې د ترهګرو شتون به هیڅکله د منلو وړ نه وي.

حریت ورځپاڼې  "د لومړۍ ربعې اقتصادي ودې ارقام اعلان شول " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،د تركيې اقتصاد د پياوړي ودې په حال كې دى. د ترکیې د احصایې د ادارې د معلوماتو له مخې ترکیې د روان کال په لومړۍ ربع کې ۷.۳ سلنه  اقتصادي وده کړې ده.

سټار ورځپاڼې  "د ترکیې د والیبال ښځینه ملي لوبډلې د اتلولۍ لیګ سیالۍ په بریا سره پیل کړې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ښځینه  د والیبال ملي لوبډلې د FIVB د والیبال د ملتونو لیګ د لومړۍ اونۍ په لومړۍ لوبه کې ایټالیا ته ۳-۰ پر وړاندې ماتې ورکړه. د لیګ سیالۍ يي په بریالیتوب سره پیل کړ.



اړوند خبرونه