د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1834991
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

خبر ترک ورځپاڼې "اردوغان: د ناټو په سازمان کې  د فنلنډ او سویډن غړیتوب به ناټو د ګواښ سره مخامخ کړي " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ،

 

ولسمشر رجب طیب اردوغان د اکانومیسټ مجلې لپاره په خپله مقاله کې ویلي چې فنلینډ او سویډن چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي د ناټو غړیتوب "خطرناک" بولي. اردوغان وویل: "د سویډن او فنلینډ  چلند به د هغو هیوادونو د امنیتي اندیښنو او حساسیتونو په اړه چې دوی یې غواړي متحد شي هر څه  څرګند کړي. دا به معلومه کړي چې ترکیه  څومره دا  هیوادونه د متحدینو په توګه لیدلی شي.

 

حریت ورځپاڼې  "اردوغان له پوتین او زیلینسکي سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې"د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د ترکیې ولسمشر اردوغان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره ټیلیفوني خبرې وکړې. په دې خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو، د خوراکي توکو د نړیوال بحران په ځانګړې توګه د اوکراین او روسیې د جګړې او سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې وشوې. اردوغان څرګنده كړه چې د يوې موافقې په صورت كې دوى چمتو دي چې د څارنې په يوه احتمالي ميكانيزم كې رول ولوبوي.

 

وطن ورځپاڼې " د ترکیې او امریکا تر منځ مهمه غونډه " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي،

د ولسمشر ویاند ابراهیم قالن د امریکا د ملي امنیت له سلاکار جیک سلیوان سره ټیلیفوني خبرې وکړې. د غونډې په ترڅ کې یادونه وشوه چې بېلتون غوښتونکې ترهګرې ډلې PKK/PYD/YPG د ترکیې ملي امنیت او د سوریې ځمکنۍ بشپړتیا ته ګواښ پېښوي. په دې کتنه کې ټینګار وشو چې ترکیه به د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې په کلکه مبارزه وکړي.

 

صباح  ورځپاڼې  "د سوریې له مخالفینو څخه د ترکیې د ملاتړ پیغام " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي  ، وروسته له هغه چې ولسمشر اردوغان په سوریه کې د ترهګرو پر خلاف د نوو  پوځي عملیاتو د پیلولو اشاره وکړه په سیمه کې د بشار اسد د رژیم د مخالفو ډلو لخوا د ملاتړ پیغامونه راغلل. د سوریې ملي اردو: "موږ زرګونه جنګیالي لرو چې د ترکیې له پوځ سره یوځای شي."

د سټار ورځپاڼې  "په انرژۍ کې د ترکیې څپه " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي

د ترکیې د انرژی او طبیعی زیرمو وزیر فاتح دونمز وویل چی ترکیه د بادی انرژی د تکنالوژی په برخه کی د یو مهم برانډ کیدو په لور په چټکی سره پرمختګ کوی. دونمز وویل چې توربینونه د "د ترکیې ساخت " متن سره په ټوله نړۍ کې د باد انرژي تولید کې کارول کیږي.



اړوند خبرونه