د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1831471
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

صباح  ورځپاڼې "د اردوغان لخوا سویډن او فنلینډ ته د ناټو پیغام: موږ ستاسې نه  کوټلي ګامونه غواړو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان په ناټو سازمان کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب د بهیر په اړه وویل چې مونږ ددې هیوادونو نه د ترهګرۍ پر خلاف په مبارزه کې  د کوټلي ګامونو انتظار لرو. د  دواړه هېوادونو نه  د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې د ترکیې د پر حق غوښتنې انتظارات باید پر ځای کړي. اردوغان دې ته په اشارې سره  وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه د تركيې رښتيني توقعات بايد پوره شي. "موږ د سویډن لخوا پر ترکیې پر لګول شوو بندیزونو سترګې پټولی نشو."

حریت ورځپاڼې "اردوغان: زما لپاره نور میچوتاکیس په نامه څوک شتون نلري " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  د یونان لومړي وزیر کریاکوس مییچوتاکیس په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

ولسمشر اردوغان وویل چې مونږ د  باعزته ، په خپلو خبرو ولاړو  سیاستوالو سره خپلې لارې ته دوام ورکوو. هغه وویل: "زما لپاره نور میچسوتاکیس په نامه څوک شتون نلري."

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د کابینې د غونډې نه وروسته وکړې

اردوغان په خپلو خبرو کې له یونان سره اړیکو ته په اشارې سره وویل ،

ایا اوس اروپا ته د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  د غړو د تګ لاره له یونان نه ده؟ اوس مهال په یونان کې شاوخوا لس (امریکایي) اډې شتون لري.

 ولې په یونان کې دا اډې جوړې شوي دي؟ یونان  یو داسې هیواد دی چې  دا مهال د اروپايي هېوادونو ۴۰۰ میلیارده یورو پوروړی دی.

د سټار ورځپاڼې  "سعودي عربستان د ترکیې نه د بیرقدار تعرضي بې پيلوټه الوتکو غوښتنه وکړه  " د سرلیک لاندې لیکلي دي،  د لبنان میشته تاکتیکي راپور لیکلي چې سعودي عربستان غواړي چې د ترکیې نه بیرقدار تعرضي بې پیلوټه الوتکو د پیرودلو لپاره اقدام وکړي چې په سیمه ایز او ملي کچه ډیرې ښې پرمختللې ډرون الوتکې دي.

د ینې شفق ورځپاڼې  "د موډیز لخوا د ترکیې پر اقتصاد د باور پیغام" د سرلیک لاندې لیکلي دي  ، د نړیوال کریډیټ درجه بندي ادارې موډیز د هیوادونو د خطرونو ګروپ لوړ پوړي رئیس وویل چې د ترکیې بانکونه د قوي او روښانه اقتصادي توازن د یقیني کولو لپاره د مهمو فکتورونو څخه دي. "د ترکیې اقتصاد تل انعطاف پذیر دی.

وطن ورځپاڼې  "په اپریل کې د بهرنیو سیلانیانو شمیرې ۲۲۵ سلنه زیاتوالی موندلی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ۲۰۲۲ کال په اپریل میاشت کې د بهرنیو سیلانیانو شمیر د تیر کال د همدې میاشتې په پرتله ۲۲۵.۵۹ سلنه ډیر شوی او ۲ میلیونه ۵۷۴ زره ۴۲۳ تنو ته رسیدلی دی. د هېوادونو په درجه بندۍ کې جرمني د ۱۵ عشاریه ۳۶  سلنې سره په لومړی، بلغاریا د د لس عشاریه ۵۳ سلنې سره  په دویم ، انګلستان د ۸ عشاریه ۷۵  سلنې سره په  دریم ځای کې ځای نیولی دی.



اړوند خبرونه