د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1830665
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

صباح ورځپاڼې  "د ناټو په اړه د ترکیې غبرګون د امریکا په مطبوعاتو کې پراخه انعکاس موندلی  دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

د ترکیې لخوا د  ناټو په سازمان کې د سویډن او فنلینډ د غړیتوب د غوښتنلیک ویټو او پډې اړه د خپلو شرطونو  وړاندې کولو په نړۍ کې پراخ انعکاس موندلی دی. د امریکا متحده ایالتونو ورځپاڼې دی هیل هم دا مسله څیړلې او د امریکایی سناتور بین کارډین نظریې ته يي ځای ورکړی دی. ورځپاڼې د کاردین له قوله لیکلي چې ترکیې د روسیې او اوکراین د جګړې پر مهال ستر کار کړی او ویلي یې دي چې له ترکیې سره ښې اړیکې زموږ په ګټه دي.

 

یني شفق ورځپاڼې  "د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو اسراییلو ته ځي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو به د چهارشنبې په ورځ د می په ۲۵ اسرائیل ته سفر وکړي. دا به په ۱۵ کلونو کې د ترکیې څخه اسراییلو ته د بهرنیو چارو د وزیر په کچه لومړی سفر وي.

د سټار ورځپاڼې "د ترکیې د روغتیا وزیر  څخه د( بیزو چیچک ) ناروغۍ په اړه توضیحات" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا د بیزو چیچک ویروس  په اړه وویل: "دا ناروغي چې له حیواناتو څخه رامینځته کیږي او ځینې وختونه انسانانو ته لیږدول کیږي ، د وبا لامل نه کیږي."

هغه وویل چې په ترکیه کې تر اوسه پورې ددې ناروغۍ کومه پیښه نده تثبیت شوې او هیوادوالو ته ډاډه اوسي.

خبر ترک ورځپاڼې "د ترکیې زغروال ګاډي ( یوروک ) خپل لومړنی ماموریت په افریقا کې پیل کړ " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې بل زغروال ځمکنی وسایط چې د ترکیې د دفاعی صنایع لخوا  جوړ شوی دی، خپل لومړی ساحوی ماموریت پیل کړی دی. نورول مکینا په نامه ترکي شرکت  چې د یوروک ۴ X۴  په خاطر د ۴ هیوادونو سره تړون لاسلیک کړی دی لومړني صادرات يي چاد هیواد ته وکړل.

حریت ورځپاڼې  "واقف بانک لوبډلې د اروپا د والیبال کنفدراسیون اتلولي وګټله" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې او نړۍ اتلې د واقف بانک د والیبال ښځینه لوبډلې د اروپا د والیبال کنفدراسیون د لیګ په سوپر پایلوبه کې خپل رقیبې لوبډلې ته ۳ د ۱ پر وړاندې د ماتې په ورکولو سره د اروپا د والیبال د کنفدراسیون د لیګ اتلولي ترلاسه کړه. د واقف بانک د والیبال ښځینه لوبډلې پدې ډول په خپل تاریخ کې د پنځم ځل لپاره د اروپا د لیګ قهرماني وګټله.



اړوند خبرونه