د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
وطن ورځپاڼې "د مې ۱۹مه په ټول هېواد کې د جوش او جذبې سره ولمانځل شوه" د سرلیک لاندې لیکلي دي،
غازي مصطفی کمال اتاترک لخوا د ۱۹۱۹ میلادي کال د مې د میاشتې په ۱۹ مه نیټه د خپلواکۍ د څراغ د لګولو د ۱۰۳مې کلیزې په مناسبت، د ترکیې څلور کونجونه له سور او سپین رنګه بیرغونو سره سینګار شوه. د ترکیې د جمهوریت موسس اتاترک لخوا سامسون ولایت ته د تلو او د له هغه ځایه د خپلواکۍ د جګړې د پیلولو ۱۰۳ کلیزه د ډیرو ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه. په ترکیه کې د مې د ۱۹ مې د اتاترک د یادونې د ورځ او ځوانانو او سپورت د جشن د لمانځونو اصلي مرکز د اتاترک مزار انت کبیر وو.
سټار ورځپاڼې "د اردوغان روښانه پیغام: موږ نشو کولی هغو کسانو ته 'هو' ووایو چې د PKK/YPG ملاتړ کوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترکیې لخوا د ناټو د غوښتنلیکونو د ویټو په اړه د سویډن او فنلند وویل: "موږ نشو کولی د ناټو په سازمان کې د هغو کسانو غړیتوب ته "هو" ووایو چې د PKK/YPG ملاتړ کوي. سویډن د ترهګرۍ ځاله ده. که چیرې د ناټو غړی یو هیواد هم ددوې د غړیتوب سره مخالفت وکړي دوی نشي کولی په ناټو کې شامل شي.
د حریت ورځپاڼې "وزیر چاووش اوغلو د همکارۍ غوښتنه وکړه" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو څرګنده کړه چې د روسیې او اوکراین د تولید او صادراتو فرصتونو کمیدل به مستقیم په نړیوال خوراکي امنیت اغیزې وکړي " دا جګړه د لوږې بحران د لا نه ژورولو په خاطر موږ نړیوالې همکارۍ ته اړتیا."
د صباح ورځپاڼې " د بهرنیو چارو وزارت لخوا د یونان په اړه سخت غبرګون " د سرلیک لاندې لیکلي دي،
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ "موږ په بشپړ ډول د یوناني چارواکو لخوا د بې اساسه "پونټوس" تورونو د کلیزې په پلمه ترسره شوي مسخره څرګندونې ردوو. ددوې هدف په بشپړ ډول د تاریخ تحریفول دي.
خبرترک "څلورمه برمه کوونکې کښتۍ ترکیې ته ورسیده" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په سمندرونو کې د هایدرو کاربنونو په لټه کې د ترکیې د بیړیو سره د یوځای کیدو څلورم د برمه کارۍ بیړۍ د مرسین تاسوکو بندر ته رسیدلې. د انرژۍ او طبیعي زیرمو وزیر فتح دونمز وویل "د تاشوجو په بندر کې د دوه میاشتو چمتووالي دورې وروسته به زموږ کښتۍ خپل لومړی برمه پیل کړي."