د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1826026
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

ینې شفق ورځپاڼې لیکلي دي د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان هغه انځورونه ویدیويي فلم چې ۱۶ کاله وړاندې په اتریش کې د انډور فوټبال لوبه کړې وه د اردوغان د ډیجیټل میډیا حساب له لارې نشر شول. پوسټونو په لنډ وخت کې لسګونه زره لایکونه ترلاسه کړل. تیره ورځ ، اردوغان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د قزاقستان له ولسمشر قاسم جومرت توکایف سره د میز ټینس لوبه وکړه ، او د دوی خوشحاله مزاج په چټکۍ سره په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو.

حریت ورځپاڼې  "چاتاکلي: د پولې پورې غاړې عملیاتو کډوالۍ دروند بار یو اندازه سپک کړی دی " د ترکیې  کورنیو چارو وزارت مرستیال او د دغه وزارت ویاند اسماعیل چاتاکلي وویل، ترکیې د سوریې په شمال کې د ترهګرو ډلو پر ضد د پولو په اوږدو کې د عملیاتو سره د کډوالۍ څپې راکمې کړې دي. چاتاکلي ټینګار وکړ چې یو میلیون ۳۰۰ زره سوري  د فرات د دفاع په عملیاتو کې، ۵۵۰ زره د زیتون د څانګې په عملیاتو کې، ۳۰۰ زره د سولې د ډال په عملیاتو کې او څلور میلیونه د پسرلني ډال په عملیاتو کې په خپل هیواد کې پاتې شوي دي.

 

 

وطن ورځپاڼې  "تر ټولو غوره په وسلو سمبال بې پیلوټه الوتکې بیرقدار ټي بي ۲ دي "د سرلیک لاندې لیکلي دي،

د ترکیې د په وسلو سمبال  بې پیلوټه الوتکو اختراع کوونکي د بایکار ټیکنالوژۍ مشر سیلجوک بیرقدار وویل چې تر اوسه پورې له ۲۰ څخه زیاتو هیوادونو ته د بې پیلوټه الوتکو د صادراتو په اړه  تړونونه لاسلیک کړي دي. همداشان نن ورځ په ۱۳ هیوادونو کې ددې بې پیلوټه الوتکو نه استفاده کیږي. هغه ددې خبرې په ټینګار وویل  چې بیرقدار ټي بي ۲  ترټولو لوړ او غوره ډرون الوتکې دي . هغه وویل  چې نوی ماډل بایرقدار ټي بي ۳  به د نړۍ لومړی لومړنۍ بې پیلوټه الوتکې  وي چې د لنډ واټن سمندري پلیټ فارمونو کې د کښته کیدو او الوتنې وړتیا ولري.

صباح ورځپاڼې  "ترکیه به په ختیځ مدیترانې کې د کیندلو نوې پروسه پیل کړي" د سرلیک لاندې لیکلي دي، له فاتح، قانوني او یاووز وروسته د ترکیې څلورمه د انرژۍ د پلټون بیړۍ د مدیترانې په لور د ترکیې پر لور روانه ده. کښتۍ به د  می په ۱۹ به مرسین ته ورسیږي ، پدې دوبي کې به په ختیځ مدیترانې کې د تیلو او طبیعي ګاز لټون وکړي. په دې توګه، ترکیه به په ختیځ مدیترانې کې د برمه کولو نوی بهیر پیل کړي.

خبر ترک ورځپاڼې  "سږکال د ګرځندوی په برخه کې د ترکیې هدف ۴۲ میلیونه ګرځندویان دي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د کلتور او ګرځندوی وزیر محمد نوری ایرسوی وویل چې ترکیې تیر کال د سیاحت په برخه کې د ۳۰ میلیونه ګرځندویانو نه ۲۴عشاریه ۵  میلیارد ډالرو عاید سره ترلاسه کړی وو. وزیر ایرسوی اعلان وکړ چې دوی سږکال د 42 میلیون ګرځندویانو او 35 میلیارد ډالرو عاید هدف ټاکلی.د 



اړوند خبرونه