د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
حریت ورځپاڼې "اردوغان: زموږ پوځ د پولې په اوږدو کې تېروتنو ته اجازه نه ده ورکړې" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملي دفاع له وزیر خلوصي اکار سره چې په سرحدي کرښه کې معاینات کول په ټیلیفون خبرې وکړې. اردوغان امنیتي ځواکونو ته په خطاب کې وویل: «زموږ پوځ تر اوسه د پولې په اوږدو کې یوې وړې تېروتنې اجازه نه ده ورکړې. زه د خپل ځان او ملت په استازیتوب زموږ د پوځ قدرمنو غړو ستاینه کوم. ستاسو هڅې به د تاریخ په اوږدو کې هېرې نه شي.«
وطن ورځپاڼې " له ترکیې څخه په سویس کې د برید غندنه " سرلیک لاندې لیکلي دي
د پي کاکا بېلتون غوښتونکې ترهګرې ډلې ملاتړو پرون د سویس باسل ښار کې د اپریل په ۲۳مه د ماشومانو د نړیوال جشن په مراسمو کې ګډون کوونکو ترکي اتباعو باندې برید وکړ. د بهرنیو چارو وزارت دغه برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي، چې د اروپا په زړه کې د یوه ترهګر سازمان او د هغې د خواخوږو له خوا د ماشومانو د جشن په نښه کولو یو ځل بیا نړیوالو ته د دغه ترهګریز سازمان بد شکله څېره په ډاګه کړه. "
سټار ورځپاڼې "که ترکیه د اروپايي ټولنې غړی وای، د دې جګړې مخه به نیول شوې وای" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال او د اروپايي ټولنې سفیر فاروق کایماچې وویل چې په اروپايي ټولنه کې د ترکیې غړیتوب به د درېیمو هېوادونو لپاره هم لویه ګټه وي. کيماچي وويل، که ترکيه د اروپايي ټولنې غړيتوب ترلاسه کړی وای، نو په اوکراين کې د جګړې مخه په اسانۍ نيول کېدای شوای.
ځکه چې د لوېدیځ لپاره مهمه مسله مخنیوی دی. "
یني شفق ورځپاڼې "اروپایان د ختیځ په پرتله ترکیې ته ترجیح ورکوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي. د استانبول د سوداګرۍ خونې رئیس شکیب افداګیچ وویل چې په تولید او شپارښتنو کې د ترکیې په اړه علاقه د کرونا ویروس نه وروسته موده کې هم دوام لري. هغه وویل چې په ختیځ کې د کورونا ویرس قضیې یو ځل بیا مخ په ډیریدو دي ، په ځانګړي توګه په چین کې .له همدې امله اروپایان د سپارښتنو لپاره د ترکیې په څیر د اعتماد وړ بازارونو ته مخه کوي. ترکیه د بیې، کیفیت او عرضې په برخه کې خورا ښه فعالیت لري
خبر ترک ورځپاڼې "په لومړیو ۴ میاشتو کې د کرنیزو صادراتو کچه ۲۴ سلنه لوړه شوې" د سرلیک لاندې لیکلي دي،
د روان کال په لومړیو ۴ میاشتو کې د ترکیې د کرنیزو محصولاتو صادرات د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۲۴ سلنه زیات شوي او ۱۱ میلیارده ۱۲۷ میلیونه ډالرو ته لوړ شوي دي. د هېواد د کرنيزو صادراتو کچه د تېر کال د همدې مودې په پرتله په اپريل مياشت کې ١٧،٦ سلنه زياته شوې او اندازه يې ٢ مليارډو ٧٦٥ مليونو ډالرو ته رسېدلې ده.