د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې سعودي عربستان ته د ولسمشر اردوغان سفر په اړه خبر ته ځای ورکړی دی.
په خبر کې راغلي دي چې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان د پاچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود په بلنه سعودي عربستان ته تللی، ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپل ټویټر کې لیکلي: «موږ سعودي ته د دوه وروڼو هېوادونو په توګه د تاریخي، کلتوري او فرهنګي ارزښتونو په سترګه ګورو. موږ هڅه کوو چې زموږ تر منځ هر ډول سیاسي، نظامي او اقتصادي اړیکې زیاتې کړو او د یوه نوي دور پیل وکړو.
خبر ترک: "ولسمشر اردوغان د روسیې له ولسمشر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې"
د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې. په دې خبرو کې د روسیې او امریکا ترمنځ د زندانیانو د تبادلې چې تېره ورځ په ترکیه کې وشوه او د اوکراین په جګړه کې د پرمختګونو په اړه خبرې وشوې. پوتین د ترکیې له ولسمشر اردوغان څخه د دې تبادلې له امله مننه وکړه.
یني شفق ورځپانې "د یونان په وړاندې سمدستي غچ، چې په مکرر ډول یې د ترکیې له هوايي حریم څخه سرغړونه کړې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، سفیر تانژو بلګیچ، وویل چې ترکیې د یونان هوایی ځواک لخوا د اپریل په ۲۶ او ۲۸ مو نیټو د ترکیې ساحلونو د پاسه د پاروونکو الوتنو او سرغړونو ځواب ورکړ ."پداسې حال کې چې د کړکیچونو رامنځته کوونکی پخپله یونان دی زموږ پر هېواد د بې بنسټه تورونو لګولو سره هغه مثبته اجنډا او ښه ګاونډیتوب دی چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو تر منځ رامنځته شوی او د د شان سره سمون خوري. یونان باید د پارونکو اقداماتو نه لاس واخلي.
وطن ورځپاڼې "د ترکیې او ارمنستان ترمنځ د مذاکراتو نېټه وټاکل شوه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت لخوا پرون په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ترکیې او ارمنستان ترمنځ د اړیکو د عادي کولو دریمه غونډه به د ۲۰۲۲ کال د مې په ۳ مه نیټه د اتریش په پلازمینه ویانا کې جوړه شي.
حریت ورځپاڼې " ترکش ایرلاینز خپله لومړنۍ د چاپیرل دوسته انرژۍ سره الوتنه سټاکهولم ته وکړه" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت
د ترکش ایرلاین د چاپیریال دوسته انرژۍ سره خپله لومړۍ الوتنه ستاکهولم ته د ایربس 321 ډوله TC-JSU الوتکې سره وکړه.