د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1819781
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

خبر ترک ورځپاڼې "اردوغان په لوېدیځ کې د هرې ورځې‌ په تیریدو سره لا ډیریدونکي‌ اسلامي‌ دښمنۍ ته اشاره وکړه ." د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې

ولسمشر رجب طیب اردوغان  د څه مودې راهیسې  د اروپا ځینې هیوادونه  د اسلام او مسلمانانو په دښمنۍ  او حتی د قران په سوځولو سره  د سیاسي ګټو د ترلاسه کولو په هڅه کې دي. اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې  دغه ورانکاري له جهالت څخه رامنځته شوې ده. د هر هغه چا لپاره چې قرآن کریم له ژباړې سره ولوستل شي، له دغه مبارک کتاب  سره  به دښمني ونکړي.

 

وطن  ورځپانې  " اکار له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د عزم پیغام" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیی ملي‌ دفاع وزیر خلوصي اکار وویل چې دوی به د عراق په شمال کې د بیلتون غوښتونکي ترهګرې ډلې PKK پر وړاندې د کلا بند عملیات پای ته ونه رسوي تر څو چې د هغه ټول پټنځایونه پاک شوي نه وي. اکار وویل چې دوی به خپل مبارزې ته تر هغه  دوام ورکړي تر څو چې وروستی ترهګر له منځه نه وي وړل شوی.

 سټار ورځپاڼې   "د ترکیې د اساسي‌  قانون  کنفرانس جوړ شو" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي،  د ترکي‌ دولتونو د تشکیلاتو د پنځو غړیو او د ترکیې د اساسي قانون د قضایي کنفرانس (ترک-ای) ترمنځ همکاري وشوه. ددې همکارۍ سره به د ترکیې او ترکي‌ تشکیلاتو د پنځو غړیو هیوادونو ترمنځه اړیکې لا زیاتې وده وکړي.

دا کنفرانس د استانبول د دولمبه باغچه په ماڼۍ کې جوړ شوی وو. همکارۍ تړون هم همدلته لاسلیک شو.

صباح ورځپاڼې  "یو بل مشهور شخصیت استانبول غوره کړی" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، ایټالوي اداکاره مونیکا بیلوچي چې استانبول ته د خپلې ډرامې "ماریا کالاس: لیکونه او یادونه" د نندار لپاره راغلې وه، وویل، "زه کولی شم په راتلونکي کې په استانبول کې میشته شم." افسانوي فرانسوي لوبغاړي ګیرارډ ډیپاردیو هم اعلان وکړ کله چې په توزلا کې جوړه شوې کښتۍ  د چارو د پایته رسیدو نه وروسته به  فرانسه پریږدي او په استانبول کې استوګن شي. ډیری مشهور شخصیتونه فکر کوي چې استانبول د ډیری اروپایی ښارونو په پرتله ډیر ښکلی، خوندور او ژوندی ښار دی.

 

 

 

ینې شفق ورځپاڼې  "باغچه شهیر  کالج د FIBA ​​اروپا  اتلولي‌ وګټه " سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د باسکیټبال د فیبا اروپا کپ پایلوبه  کې د ایټالیا استازی ریګیو ایمیلیا  چې په لومړۍ لوبه کې د باغچه شهیر کالج لوبډلې ته د ۷۲ د ۶۹ پر وړاندې ماتې ورکړې وه ، تیره ورځ د باغچه شهیر لوبډلې ایټالیوي‌ لوبډلې ریګیو ته په خپل کور کې ۹۰ د ۷۴ پر وړاندې د ماتې په ورکولو سره اتلولي‌ ترلاسه کړه. دا په اروپا کې د باغچه شهیر لومړنۍ  ستر بریالیتوب دی.



اړوند خبرونه