د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1815783
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

وطن ورځپاڼې  "اردوغان: زموږ د بیت المقدس په اړه زمونږ دعوا جلا ځای لري" د سرلیک لاندې په خبر کې د ولسمشر اردوغان څرګندونو ته ځای ورکړی دی.

په خبر کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان  له قوله ویل  شوي‌ چې په بیت المقدس کې پر مسجد اقصی باندې د اسراییلو بریدونو یو ځل بیا زمونږ زړونه مات کړل او ویې ویل: مونږ تل د اسراییلو هر چارواکي سره په لیدنه کې هغوې  ته د بیت المقدس د حیثیت او محرمیت په اړه  د ترکیې د حساسیت نه یادونه کړې ده . ددې ترڅنګ په هر فرصت او هر پلاټ فورم کې نړۍوالې ټولنې ته د فلسطین د مسئلې په اړه خبرداری ورکړی او پدې اړه مو خپل غږ اوچت کړی دی. په هر فرصت کې مو د نړۍوال ټولنې پام په فلسطین کې روانو بې عدالیتو ته رااړولی دی.

 

سټار ورځپاڼې  "اردوغان: وخت وي‌ او که ناوخته خو خامخا به  د ترهګري‌ سازمان سر وځپو" د سرلیک لاندې په عراق کې د ترهګرۍ پر ضد روانو د ترکیې د پوځي‌ عملیاتو په اړه د ولسمشر اردوغان وینا ته په خبر کې ځای ورکړی دی.

ولسمشر اردوغان د عراق په شمال کې د   پنجې  قفل  عملیاتو په اړه وویل " ترهګریز  سازمانونه  نور د  هیواد  په  دننه کې  د فعالیت کولو توان نه نلري. د هیواد دننه مو ترهګر د فعالیت کولو نه غورځولي‌ دي. هغه وویل  د سوریې په شمال کې هم ترهګر چې د ځالو د جوړولو او د خپلو شومو پلانونو په خاطر د سیمې د خلکو د قرباني‌ کولو پلان لري‌ هر څه ژر سخت ګوزار ورکړو.  هیڅوک باید پدې کې شک ونکړي چې ډیر ژر یا وروسته به مونږ د ترهګرو  چې د بې ګناه او ملکي‌ وګړو قرباني‌ کولو پلان لري‌ سروه وځپو  .

خبرترک  ورځپاڼې "د اوکراین مذاکره کوونکی پودولیک: ترکیه د منځګړی په توګه یو مهم اکټور دی" د سرلیک لاندې خبر خپور کړی دی.

د اوکراین مذاکره کوونکی میخایل پو دولیک د دې خبرې  په ټینګار وویل چې  ترکیه د منځګړی په توګه یو مهم اکټور هیواد  دی . ترکیې په ریښتیا هم یو مهم مسوولیت په غاړه اخیستی دی، موږ غواړو چې ترکیې  منځګړتوب ادامه ولری.

 

صباح ورځپاڼې  " د اوکراین ولسمشر د خپل ځان او خپلې ډلې لپاره د ترکیې ساخت د مرمۍ ضد واسکټ او خولۍ فرمایش ورکړي‌ وو  " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي،

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي چې د روسیې او اوکراین د جګړې پر مهال په مکرر ډول له خپل خوندي‌ خولۍ  او محافظتي د مرمۍ ضد  واسکټ سره راڅرګندیږي  د جګړې له پیل سره سم یې د ترکیې  له یوزګات  ولایت څخه د ځان او خپلې ډلې لپاره د ۲۰ جامع او محافظتي واسکټونو غوښتنه کړې وه.

 

د حریت ورځپاڼې  " د استانبول هوايي ډګر به به د نړیوال هوايي چلند  د مهم پروګرام کوربه توب وکړي‌ "د سرلیک لاندې لیکلي‌‌ دي ، د استانبول هوايي ډګر په ۲۰۲۳ کال کې  په نړۍ کې د هوايي سکټور تر ټولو د مهم  روتیس ورلډ پروګرام کوربه توب کوي.



اړوند خبرونه