د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1814992
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

حریت ورځپاڼې "ولسمشر اردوغان له هرزوګ سره خبرې وکړې" د سرلیک لاندې خبر خپور کړی  دی.

په خبر کې راغلي دي  چې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د اسراییلو له ولسمشر اسحق هرزوګ سره په ټیلیفون خبرې وکړې. پدې ټیلیفوني خبرو کې  په مسجد الاقصی کې په لمونځ کونکو د بریدونو، سیمه ایزو مسلو او دوه اړخیزو اړیکو باندې خبرې اترې وشوې.

سټار ورځپاڼې "چاووش اوغلو: موږ باید دا مبارزه وکړو" د سرلیک لاندې لیکلي دي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پرون په یوه بیان کې د د عراق په شمال کې د پیل شوو پوځي عملیاتو په اړه وویل: "که موږ دا مبارزه له خپلو پولو بهر  ونه کړو، نو سبا مجبویږو چې په خپله خاوره کې ددوې سره  جګړه وکړو. موږ باید دا مبارزه ورکړو.'

صباح ورځپاڼې  "له اکار څخه د عراق په شمال کې روانو پوځي عملیاتو په اړه  توضیحات" د سرلیک لاندې خبر خپور کړی دی.

په خبر کې راغلي دي چې ملي دفاع وزیر خلوصي اکار پرون د عراق په شمال کې د روانو پوځي عملیاتو په اړه څرګندونې وکړې. وزیر اکار په خپلو خبرو کې وویل: ددې عملیاتو سره د ترهګرو ځالې یو په بل پسې له منځه وړل کیږي، د ترهګرو د ځپلو لړۍ ګړندۍ شوې او د ترهګریز سازمان د له مینځه تللو بهیر په ښکاره توګه څرګند شوی.

د ترهګرو د پټنځایونو قفلونه یو یو ماتیږي او له منځه وړل کیږي.

 

وطن ورځپاڼې  " د سوداګرۍ وزیر موش: په هنګري کې د ۷۰۰ ملیون ډالرو پانګونه شوې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

د سوداګرۍ وزیر محمد موش په خپله وینا کې وویل: "زموږ هیواد په هنګري کې ۷۰۰ ملیون ډالره پانګونه لري. موږ اټکل کوو چې دا شمیره به د اوسني دوام او پلان شوي پانګونې سره له ۳ میلیارد ډالرو څخه واوړي."

 

خبر ترک ورځپاڼې " ترکش ایرلاینز د برازیل میشته GOL هوايي شرکت سره د ګډو الوتنو تړون لاسلیک کړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې ملکي هوايي چلند شرکت

ترکش ایرلاینز (THY) او برازیل میشته GOL Linhas Areas هوايي کرښو شرکت د ګډو الوتنو په اړه تړون لاسلیک کړ. د لاسلیک شوي تړون په چوکاټ کې ګډ الوتنې پیل کړي.



اړوند خبرونه