د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1814453
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

حریت  ورځپاڼې "اردوغان: موږ هوډ لرو چې ترهګرۍ ګواښ وباسو" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ولسمشر رجب طیب اردوغان په ترکیه کې د بهرنیو هیوادونو له سفیرانو سره په روژه ماتي کې ولیدل. ولسمشر اردوغان سفیرانو ته د دودیز روژه ماتي‌ په پروګرام کې  وویل  «موږ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د سوریې او عراق د شمال د امنیت لپاره له ګامونو ډډه نه کوو. مونږ د هر ډول تروریزم سره پرته له کوم توپیر  نه   مبارزې ته ادامه  ورکوو، پرته له دې چې وګورو چې  دا څوک دی » اردوغان وویل، «موږ هوډ لرو چې  نوره ترهګري زموږ د هېواد، سیمې او ټول انسانیت لپاره له ګواښ نه وباسو. ترهګر په خپلو سرچینو کې وچ کړو.

 

د ینې شفق ورځپاڼې  "د ترهګرۍ د  وروستۍ پنجې  سره ګوزار" سرلیک لاندې  خبر خپور کړی دی.

په خبر کې راغلي‌ دي‌ چې  ترکیې وسله والو ځواکونو د عراق په شمال کې د بېلتون غوښتونکي ترهګرې ډلې پي‌ کاکا  پر وړاندې د "کلا لاک" عملیات پیل کړل. ترکیې وسله والو ځواکونو  چې د پخوانیو پوځي‌ عملیاتو سره  د هفتانین، میتینا، آواسین او هاکورک کنټرول رامنځته کړی وو، د  وروستی پاتې حلقې  زاپ د تصفیه کولو سره په پوله کې به د ۲۵ نه تر ۳۰ کیلومتره ژوروالي‌ پورې امنیتي‌ دیوار بشپړ کړي.

 

سټار ورځپاڼې : "د PKK ماتې د اذربایجان لپاره هم ځانګړی اهمیت لري"د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د عراق په شمال کې پیل شوو پوځي‌ عملیاتو نه په اذربایجان کې هم هرکلی وشو. د اذربایجان شنونکی توران رضایوف وویل، «ارمنستان په قره باغ کې د ۲۷ کلن اشغال په موده کې پدې سیمه کې د PKK غړي ځای پر ځای کړي‌ وو.

 

د ۴۴ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې ارمنستان د PKK ملاتړ ترلاسه کړ او له شمالي عراق څخه سلګونه ترهګر د جګړې لپاره قره باغ ته راغلل. د PKK ماتې اذربایجان لپاره هم ځانګړی اهمیت لري.

 

د صباح ورځپاڼې : "د ایرن  محاصره ۲ عملیات پیل شوي"د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي،

د کورنیو چارو وزارت په همغږۍ د «ایرین محاصرې -۲» عملیات د هیواد له اجنډا څخه د PKK ترهګریز سازمان د ویستولو او په سیمه کې د هغو ترهګرو د ځپلو په موخه چې پناه ځایونه ګڼل کیږي په حقاري‌ کې پیل شوي‌ دي. په عملیاتو کې ۶۵۴ پرسونل او ۴۲ عملیاتي ټیمونه برخه اخلي.

 

هابر ترک ورځپاڼې "له ترکیې څخه پولنډ ته د ویزې معافیت"  سرلیک لاندې لیکلي ‌دي

د پولنډ وګړو ته ترکېې ته د خپل پیژند پاڼې سره د سیاحت او یا په سیاحت کې د ترکیې له لارې د ترانزیت تیریدو پر مهال د ویزې معافیت په اړه د ولسمشر اردوغان فرمان په رسمی‌ جریده کې خپور شو. ددې فرمان له مخې د پولنډ وګړي‌ کولی شي‌ چې د پیژند پاڼې سره ترکیې ته سفر وکړي. همداشان پولنډ وګړي‌ د سیاحتي‌ موخو لپاره په ترکیه کې د ۹۰ ورځو لپاره پرته د ویزې د پآتې کید حق لري.



اړوند خبرونه