د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/8626/af5f/178a/620f78ccda784.jpg?time=1719101454)
د حریت ورځپاڼې د اتریش د لومړي وزیر کارل نیهامر سره د ولسمشر رجب طیب اردوغان ټیلیفوني خبرو په اړه خبر ته ځای ورکړی دی.
په خبر کې راغلي دي چې ولسمشر اردوغان پرون د اتریش د لومړي وزیر کار نیهامر سره ټیلیفوني خبرې وکړې. پدې ټیلیفوني خبرو کې د ترکیې او اتریش ترمنځه د اړیکو د لا ودې پراختیا په برخه په اوچتیدونګو ګامونو او د روسیې او اوکراین د روانې جګړې په ګډون د سیمې پر مهمو مسئلو خبرې وکړې.
د سټار ورځپاڼې لیکلي دي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د اذربایجان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو پرون د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر جیهون بایرموف او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید میریدوف سره ټیلیفوني خبرې وکړې. پدې ټیلیفوني خبرو کې د ترکیې ، اذربایجان او ترکمنستان د درې اړخیز سفر په تاریخ باندې خبرې وشوې. همداشان د روسیې او اوکراین په روانې جګړې هم خبرې وکړې.
د ینې شفق ورځپاڼې لیکلي دي چې د ترکیې د ترهګرۍ پر خلاف د مبارزې ځواکونو د هیواد دننه د بینګول په ولایت کې د ترهګرۍ پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
په خبر کې راغلي دي چې دا عملیات د بینګول ولایت د ګینچ په ولسوالۍ کې ترسره شوو. د عملیاتو په ترڅ کې د پي کاکا ترهګري سازمان اړوند یو زیات شمیر پټنځایونه او د لوژستیکي مرکزونه او توکي له منځه یوړل شول.
د صباح ورځپاڼې لیکلي دي چې د ترکیې صادراتو وده دوام لري.
په خبر کې راغلي دي چې ترکیې د روان کال د جنوري او مارچ میاشتو ترمنځه په موده کې صادرات د تیر کال همدې مودې په پرتله ۲۰ عشاریه ۸ سلنې ډیریدو سره ۶۰ میلیارده او ۲۸۸ میلیونو ډالرو ته رسیدلي دي.
د خبر ترک ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د ترکیې د فنر باغچې لوبډلې په اروپا کې دویم مقام وګټه.
د ترکیې د فنرباغچې د باسکتبال ښځینه لوبډلې د اروپا د ښځینه اتلولیو د لیګ په پایلوبه کې د ماتې په خوړولو سره دویم مقام خپل کړ.