د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
حریت ورځپاڼې : "د روسیې په دولتي ټلویزیون کې د اردوغان په اړه د پیسکوف تبصره" د سرلیک لاندې خبر خپور کړی دی.
په خبر کې راغلي دي د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دمیتري پیسکوف د روسیې له دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې د روسیې او اوکراین په جګړه کې د ترکیې دریځ ته اشاره وکړه او ویې ویل، ترکیه د خپلو ګټو له مخې عمل کوي او د اړتیا پر مهال په ښکاره ډول هو یا نه ویلای شي. هغه وویل: "په عصري سیاسي نړۍ کې د اردوغان په څیر ډیر لږ خلک شتون لري."
صباح: "ترکي کومانډو ځواکونو لخوا د استفادې نه وروسته د صادراتو لپاره دروازه پرانیستل شوه " د لیک لاندې په خبر کې لیکلي دي
د ترکیې د الیکټرونیک صنایع شرکت هاولسن لخوا جوړ شوي د هیزرفین پراشوټ سمیلیټر چې د ترکیې د کوماندو او ځانګړو ځواکونو لخوا کارول کیږي مالیزیا ته په صادراتو پيل وشو. د هاولسن شرکت او مالیزیا لخوا تړون لاسلیک شو. د ویلو ده چې مالیزیا به د ترکیې نه ۶ سمیلیټره وپیري.
سټار ورځپاڼې : "عراق به له ترکیې څخه بریښنا وارده کړي " د سرلیک لاندې لیکلي
دي ، د عراق د برښنا وزارت سرپرست عادل کریم وویل چې له ترکیې څخه د بریښنا د واردولو تخنیکي بهیر بشپړ شوی دی. د عراق د برېښنا وزارت وايي، ترکیه به دغه هېواد ته ۵۰۰ میګاواټه برېښنا ورکړي.
وطن ورځپاڼې : " پر ترکیې د سیلانیانو هجوم " د سرلیک لاندې لیکلي دي
د ترکیې د کولتور او ګرځندوی وزارت د معلوماتو له مخې ترکیې ته د تلونکو سیلانیانو شمیر د تیر کال په پرتله ۱۸۶.۵۲ سلنه ډیر شوی دی. د هغو ښارونو په منځ کې چې د ډیری سیلانیانو کوربه توب کوي، استانبول لومړی ځای لري، پداسې حال کې چې ایدرنه دویم ځای لري.
خبر ترک ورځپاڼې : " کریم کمال او مراد فرات د سرو زرو مډال ترلاسه کړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي
په هنګري کې د اروپا د غیږ نیونې په سیالیو کې کریم کمال په ۶۰ کیلو ګرامه وزن په سیالۍ کې او مراد فرات بیا ۶۷ کیلو ګرامه وزن په سیالۍ کې د سرو زرو مډالونه وګټل.