د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/8626/af5f/178a/620f78ccda784.jpg?time=1719056893)
د سټار ورځپاڼې په استانبول کې د روسیې او اوکراین ترمنځه د مخامخو مذاکراتو په پرانیستغونډه کې د ولسمشر اردوغان کړې وینا ته په خبر کې ځای ورکړی دی.
په خبر کې د ولسمشر اردوغان له قوله لیکل شوي دي چې باید اوربند اعلان او سوله ټینګه شي، ځکه چې د ټولو خواوو په ګټه کار دی. زما په اند ددې وخت رارسیدلی دی چې نور باید د مذاکراتو نه غوڅه نتیجه ترلاسه کړو.
د صباح ورځپاڼې بیا په استانبول کې د روسیې او اوکراین ترمنځه د مذاکراتو په اړه خبر ته ځای ورکړی دی. په خبر کې راغلي دي چې تیره ورځ په استانبول کې د روسیې او اوکراین ترمنځه د مذاکراتو د لومړۍ ورځې د پایته رسیدو نه وروسته دواړو خواوو جلا جلا څرګندونې وکړې. د اوکراین مذاکره کوونکي ډلې په څرګندونو کې د اوکراین د ضمانت کوونکو هیوادونو په لست کې د شاملولو غوښتنه وکړه. د ضمانت کوونکو هیوادونو په لست کې د ترکیې داخلول د اوکراین لپاره ځانګړی اهمیت لري. همداشان اوکراین د ناټو سازمان د غړیتوب نه د لاس په سر کیدو نه خبر ورکړ. د بله پلوه د روسیې د دفاع مرستیال وزیر بیا وویل چې په کیف او چرنیخیف کې به عملیات ودروي.
د حریت ورځپاڼې د ترکیې په اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروف څرګندونو ته ځای ورکړی دی. ویاندې ویلي دي د ترکیې نه د روسیې او اوکراین ترمنځه د مخامخو مذاکراتو د کوربه توب کولو له امله ډیره زیاته مننه کوو. ویاندې وویل چې دا مسئله ترکیه د نورو هیوادونو په پرتله خپلواکه او موازنو په دقت کې نیولو سره د دریځ ښکارندويي کوي.
د ینې شفق ورځپاڼې د نړۍ په رسنیو کې د ولسمشر اردوغان د بریالي سیاست په اړه انعکاساتو ته اشاره کړې ده .
په خبر کې راغلي دي چې د استانبول د دولمه باغچه په تاریخي ماڼۍ کې د روسیې او اوکراین ترمنځه د مخامخ مذاکراتو مسئلې د نړۍ په رسنیو کې ډیر زیات انعکاس موندلی دی. د جرمني یو تن ژورنالست والفخام وایمر ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د اوکراین او روسیې ترمنځه د اوربند په خاطر د سولې د مذاکراتو لپاره د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون، جرمني لومړي وزیر، اسرائیل، سویس ، پاپ فرانسس ، ملګروملتونو سازمان او اروپايي ټولنې ډیرې زیاتې هلې ځلې وکړې چې پدې کار قادر نشول . د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پدې وتوانید چې د اوربند په خاطر دواړه خواوې په استانبول کې د یو میز تر شا کینوي او سولې په اړه پرې خبرې وکړي.
دا خبره ددې ښکارندويي کوي چې اوکراین او روسیه دواړه په ولسمشر اردوغان پوره باور او اعتماد لري.
د وطن ورځپاڼې لیکلي دي چې ترکیه د ګرځندوی په سکتور کې په نړۍ کې په څلورم کتار کې ځای لري. د ترکیې د انتالیا ولایت په ولایتي شورا کې د ګرځندوی د ډلې رئیس رجب یاوز وویل چې د ګرځندوی د نړۍوال سازمان لخوا د اعلان شوو شمیرو له مخې په ۲۰۲۱ کال کې په نړۍوال کچه د ګرځندوی سکتور په حرکت راغلی دی. تیر کال په ټوله نړۍ کې ۴۲۱ میلیونه تنه ګرځندویانو د هیوادونو نه لیدنه کړې ده. ترکیه بیا د ۲۹ عشاریه ۹ میلیونو تنو ګرځندویانو د کوربه توب له امله په نړۍ کې د ګرځندوی په برخه کې په څلورم کتار کې ځای لري.