د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/8626/af5f/178a/620f78ccda784.jpg?time=1719185019)
د خبرترک ورځپاڼې "مونټروکس کنوانسیون به په دقت سره پلی شي" د سرلیک لاندې لاندې خبر خپور کړی دی.
په خبر کې راغلي دي تیره ورځ د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د ملي امنیت شورا له غونډې وروسته په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ترکیه به په توره بحیره کې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره د مونټروکس کنوانسیون د دقیق تطبیق ترڅنګ د منځګړیتوب او اسانتیاوو هڅو ته دوام ورکړي. "
وطن ورځپاڼې "یوازینی هیواد چې یو څه کولی شي ترکیه ده د سرلیک لاندې ترکیې ته د هالنډ د لومړي وزیر د سفر انعکاساتو ته ځای ورکړی دی.
په خبر کې راغلي دي چې انقرې ته لس کاله وروسته د هالنډ د صدراعظم مارک روت سفر د هالنډ په مطبوعاتو کې پراخه انعکاس موندلی دی. هالنډي رسنیو دې ته اشاره کړې چې ترکیه په اوکراین کې د روانې جګړې په درولو کې اساسي رول لوبولی شي، په داسې حال کې چې ورځپاڼو ویلي، ترکیه د ناټو سازمان یوازینی غړی هېواد دی چې د اوکراین په اړه څه کولای شي. د منځګړیتوب رول اردوغان ته مناسب دی.
ینی شفق ورځپاڼې "موږ په اروپا کې په پنځم ځای کې یو" د سرلیک لاندې په خپور کړي خبر کې لیکلي دي چې ترکیه د نوې کیدونکې انرژۍ په برخه کې د نصب شوي بریښنا له پلوه په اروپا کې پنځم او په نړۍ کې ۱۲م ځای لري، د لمر د انرژۍ د بڼسټونو سره په اروپا کې اتم او په نړۍ کې په شپاړلسم کتار کی ځای لري.
سټار ورځپاڼې "ترکیې ته د اروپايي ټولنې څخه د ۴۳۰ میلیونو یورو مرستې چمتووالی" د سرلیک لاندې لیکلي دي،
اروپايي ټولنه به تر ۲۰۲۷ کال پورې په ترکیه کې د کرنې او د کلیو د پراختیا له پروګرامونو سره د مرستې لپاره ټولټال ۴۳۰ میلیونه یورو مرسته وکړي.
د حریت ورځپاڼې "ترکیه د یورو 2028 کوربه توب ته نوماند دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د فوټبال فدراسیون اعلان وکړ چې ترکیې د ۲۰۲۸ کال د اروپا د فوټبال د اتلولۍ د پایلوبې په ترکیه کې د ترسره کیدو په خاطر د اروپا د فوټبال فدراسیون ته د نوماندۍ رسمي غوښتنلیک ورکړی دی.