د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1796236
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې په نړۍواله کچه د ترکیې د حساس او مهم موقف په اړه د ولسمشر اردوغان څرګندونو ته په خبر کې ځای ورکړی دی.

په خبر کې د ولسمشر اردوغان له قوله لیکل شوي دي چې ترکیه د خپلو پولو نه بهر هم د اعتماد ، رفاه، هیلو او امیدونو په سمبول بدل شوی دی. هغه وویل چې ترکیه نن ورځ په یو داسې هیواد بدل شوی دی چې د بشري او سیاسي  د پرې کولو نه پرته کولی شي چې د ټولو خواوو سره خبرې وکړي.

د حریت ورځپاڼې هم پرون د کابینې د غونډې نه وروسته د ولسمشر اردوغان کړو څرګندونو ته په خبر کې ځای ورکړی دی.

ورځپاڼې د ولسمشر اردوغان له قوله لیکلي دي چې ترکیه د ډیپلوماسۍ په برخه په یو مرکزي هیواد بدل شوی دی. هغه وویل چې ترکیې د اوکراین او روسیې ترمنځه د اوربند په خاطر په ډیره قوي توګه ډیپلوماسي  پیل کړې ده . پدې اړه هلې ځلې دوام لري. هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه د ډیپلوماسۍ په یو مرکزي هیواد بدل شوی دی.

د سټار ورځپاڼې د جرمني  د بهرنیو چارو پخواني  وزیر لخوا پر لویدیځ نیوکو په اړه خبر ته ځای ورکړی دی.

په خبر کې راغلي دي چې د جرمني د بهرنیو چارو پخواني وزیر سیګمار ګابریل لویديځې نړۍ لخوا ترکیې ته د پاتریوت دفاعي توغندیو سیستم نه ورکولو مسئلې ته په اشارې سره په ځان نیوکه وکړه. هغه وویل چې د لویدیځې نړۍ لخوا ترکیې ته د پاتریوت دفاعي توغندیو سیستم نه ورکول یوه ستره اشتباه وه.

د ناټو سازمان یو غړي ته د دفاعي  توغندیو سیستم نه ورکول به څه دول معذرت او بهانه ولري ؟ زما په اند هیڅډول بهانه او لامل نه تر سترګو کیږي. دا په اصل کې د لویدیځې نړۍ اشتباه وه.

د ینې شفق ورځپاڼې لیکلي دي چې د ترکیې او جرمني ترمنځه په پنځو برخو کې نوې همکارۍ پیل شوې.

په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې او جرمني ترمنځه تجاري حجم ۵۰ میلیاردو ډالرو هدف ته د رسیدو په خاطر د ګامونو په اوچتولو پیل وشو. د دواړو هیوادونو ترمنځه د نوې کیدونکې انرژۍ، د اقلیم د بدلون پر خلاف  د مبارزې، زرغون بدلون، مصنوعي هوش او دجیتل په څیر په پنځو برخو کې په متقابله توګه همکاري پيل شوه. پدې اړه به مهم ګامونه اوچت شي.

د وطن ورځپاڼې بیا د ترکیې او ارمنستان د اړیکو په اړه د ارمنستان د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته ځای ورکړی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د ارمنستان بهرنیو چارو وزیر سره چې د انتالیا ډيپلوماسۍ په فورم کې د ګډون په خاطر ترکیې ته راغلی وو لیدنه وکړه.

چاووش اوغلو وویل چې دا لیدنه ډیره ګټوره وه.ارمنستان بهرنیو چارو وزیر وویل چې هیواد يي د تریکې سره د ډیپلوماتیکو اړیکو جوړولو او ترکیې پر مخ د خپلو ټولو پولو خلاصولو ته چمتو دی.  



اړوند خبرونه