د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې ترکیې ته د جرمني د لومړي وزیر د سفر په اړه خبر خپور کړی دی.
په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د جرمني د لومړي وزیر سولتز سره لیدنه وکړه. د لیدنې نه وروسته دواړو مشرانو په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.
سولتز خبري غونډې د روسیې او اوکراین په اړه وویل ، اروپا د خپل امنیت په اړه ځیني تدابیر نیولي دي. د ترکیې د ولسمشر ښاغلي اردوغان سره د روسیې او اوکراین روانې ستونزې ته د ډیپلوماتیکو لارو څخه د لازم حل لارې د موندولو او پدې برخه کې خپلو چارو ګړندي کولو په اړه سره په تفاهم ورسیدو. همداشان وویل چې د ولسمشر اردوغان یو ځای ګډې اندیښنې لرو. همداشان په سیمه کې هر څه ژر د یو تل پاتې اوربند د رامنځته کیدو په مسئله کې سره همفکره یو.
د حریت ورځپاڼې په خبر کې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر کولبا څرګندونو ته ځای ورکړی دی. په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولبا سره ټیلیفوني خبرې وکړې . د اوکراین بهرنیو چارو وزیر د چاووش اوغلو سره د ټیلیفوني خبرو نه وروسته د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې لیکلي دي چې " پدې سختو شپو ورځو کې د ترکیې د همغږۍ له امله ډیره زیاته مننه کوو."
د صباح ورځپاڼې " د امریکا نه ترکیې ته مهم سفر " د سرلیک لاندې لیکلي دي، په انقره کې د ترکیې لوی سفیر جیفري فلاک وویل چې ۵ زره امریکایي شرکتونه چې د روسیې نه وتو ته چمتوالی نیسي د هغوې لپاره ترکیه ادرس وښوده. هغه وویل چې د امریکايي شرکتونو په استازیتوب د امریکا د تجارت خونې مرستیال د روانې اونۍ په دننه کې ترکیې ته راځي.
د خبرترک ورځپاڼې د ترکیې د ټانک د صادراتو په اړه خبر ته ځای ورکړی دی.
د ترکیې د اف ان اس اس شرکت عمومي رئیس نایل کورت وویل چې د اندونیزیا لپاره تولید کړي د کاپلان ام ټي ټانک د تسلیماتو لومړنی پړاو سرته ورسید.
هغه وویل چې پروژې چارې په ډیره ښه توګه پرمخ روانې دي.
د ینې شفق ورځپاڼې لیکلي دي چې د ترکیې ځايي او ملي برښنايي موټر ټاګ د نړۍ د شلو مهمو برانډو په منځ کې شپږم کتار کې ځای ونیو.
د ټاګ شرکت د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې د ټاګ موټر د نړۍ د شلو مهمو برانډو په منځ کې شپږم ځای خپل کړ.