د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/8626/af5f/178a/620f78ccda784.jpg?time=1719029981)
د خبرترک ورځپاڼې د ترکیې او روسیې د دفاع وزیرانو ټیلیفوني خبرو په اړه خبر خپور کړی دی.
په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو سره ټیلیفوني خبرې وکړې. ترکیې د دفاع وزیر اکار پدې ټیلیفوني خبرو کې د روسیې د دفاع وزیر نه د روسیې په بندرونو کې د ایسارو تجاري کښتیو ترکیې ته په خوندي توګه د رارسیدو په خاطر د مرستې غوښتنه وکړه.
د صباح ورځپاڼې په خبر کې د اوکراین نه د تخلیه شوو ترکي اتباعو په اړه د بهرنیو چار وزیر چاووش اوغلو څرګندونو ته ځای ورکړی دی. چاووش اوغلو ویلي دي چې ترکیې د اوکراین نه جمعا ۱۳۱۲۰ تنه خپل وګړي تخلیه کړي دي. ددوې له جمع نه ۶۹۹ تنه د اوکراین نه د هیواد پر لورې راروان شوي دي.
د حریت ورځپاڼې " د بې پیلوټه جنګي الوتکو په اړه مهم پرمختګ " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بیرقدار ټکنالوژۍ شرکت مشر سلجوق بیرقدار وویل چې د بې پيلوټه جنګي الوتکې لومړنۍ نمونې چارې به راتلوونکي کاله پورې پایته ورسیږي او خپل لومړنی الوتنه به ترسره کړي. هغه وویل چې زمونږ هدف په ۲۰۲۳ کال کې د ترکیې بې پيلوټه جنګي الوتکې الوتنه ده.
د وطن ورځپاڼې د هیواد د ترقۍ په اړه د صنایع او ټکنالوژۍ وزیر څرګندونو ته ځای ورکړی دی.
د ترکیې د صنایع او ټکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک وویل چې ترکیې ته به د لا زیاتو تولیداتو سره ترقي ورکړو. انشاالله چې په راتلوونکې دوره کې به هیواد د نړۍ د لسو پرمختللو اقتصادونو په منځ کې شامل کړو. دا زمونږ هدف دی.
د ینې شفق ورځپاڼې لیکلي دي چې ترکیې هوايي ډګرونو په دوه میاشتو کې د ۱۸ میلیونو تنو مساپرو کوربه توب کړی دی.
په خبر کې د ترکیې د دولتي هوايي ډګرونو د ریاست د شمیرو له مخې لیکلي دي چې د جنوري او فبروري په میاشتو کې ترکیې هوايي ډګرونو د ۱۸ میلیونو تنو مساپرو کوربه توب کړی دی.