د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1789761
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د حریت ورځپاڼې د ولسمشر اردوغان څرګندونو ته ځای ورکړی دی.

ولسمشر اردوغان ویلي‌ دي‌ چې ترکیه مجبوره ده چې  د سیاست نه نیولې تر اقتصاده، پوځ او ټولنیز ساختارونو پورې په هره برخه کې  ډیره زیاته قوي‌ شي. ځکه چې نن ورځ دا یو مجبوریت دی.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار ویلي‌ دي‌ چې دا یو حقیقت دی چې  نن ورځ په سیمه کې پرمختګونو ته په کتو سره  هیڅ یو پيښه او پرمختګ  د ترکیې نه خپلواکه نشي‌ رامنځنته کیدای. د ترکیې د قوي‌ او رغنده رول نه هیڅوک انکار کولی نشي.

ولسمشر اردوغان د روسیې او اوکراین ترمنځه جکړې ته په اشارې سره وویل چې ددې جګړې نه باید عبرت واخلو او د هیواد د ترقۍ، پرمختیا او ودې په خاطر باید لا ګړندي‌ ګامونه اوچت کړو.

 

د حریت ورځپاڼې  بیا د ترکیې او اوکراین د بهرنیو چارو د وزیرانو ټیلیفوني‌ خبرو ته ځای ورکړی دی.

په خبر کې راغلي‌ دي‌ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیتري‌ کولبا سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

 

ترکیې بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌، چاووش اوغلو د کولبا سره د اورکراین په وروستیو حالاتو او پرمختګونو خبرې وکړې.

 

په لیدنه کې چاووش اوغلو د اوکراین او روسیې ترمنځه  د مذاکراتو په دویم پړاو کې د اوکراین نه د ملکي‌‌ وګړو د تخلیې او سیمې ته د بشري‌ مرستو د رسولو په اړه توافق ته رسیدو نه هر کلی کوو.

هغه وویل چې ددې دهلیز له لارې به د یو پلو نه ملکي‌ وګړي‌ تخلیه او د بله پلوه به خوراکي‌ مواد او بشري‌ مرستې سیمې ته ورسول شي.

 

د خبرترک ورځپاڼې د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن څرګندونو ته ځای ورکړی دی.

قالن ددې خبرې په ټینګار ویلي‌ دي‌ جګړې پر مهال هم باید  چوکاټ نه خپه بهر نشي.

قالن د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي‌ پیغام کې ویلي دي‌ چې  د روسیې د حکومت په ناسمو او غلطو سیاستونو نیوکه او د اوکراین د ملي‌ حاکمیت د حقونو او مځکنۍ بشپړتیا نه ملاتړ او دفاع د روسیې عام وګړو او کولتور ته د سپکاوي نه پرته هم ممکن دی. هغه وویل چې انسانان باید د جګړې پر مهال هم  د چوکاټ نه خپه بهر نکړي‌ .

 

د صباح ورځپاڼې د روسیې او اوکراین ترمنځه په روان بحران کې د ترکیې د اهمیت په اړه د ترکیې د لوی درستیزوالۍ  استخباراتو  متقاعد رئیس ډګرجنرال اسماعیل حقي پیکین څرګندونو ته ځای ورکړی دی.

هغه ویلي‌ دي‌ چې نن ورځ ترکیه یواځنی هیواد دی چې هم د روسیې او هم د اوکراین سره ښې اړیکې لري‌ او د دواړو خواوو سره ارتباطات ټینګولی شي. ترکیه د دواړو خواوو لپاره د ځانګړي‌ ستراتیژیک اهمیت نه برښمند هیواد دی. د همدې امله ترکیه ددوې ترمنځه د روان تاوتریخوالي‌ د کچې د راټیټولو په برخه کې ډیر ښه او مثبت رول لوبولی شي.

هغه وویل چې نن ورځ‌ د روسیې پر مخ د ترکیې د هوايي حریم پرته نور د ټولو هیوادونو هوايي حریمونه تړل شوي‌ دي. د همدې امله هم د ترکیې اهمیت د هرې ورځې په تیریدو سره لا ډیریږي.

 

سټار ورځپاڼې " لیبیا د ترکیې نه مننه وکړه " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د لیبیا حربي ښوونځي‌ زده کوونکي‌ د مصراته په ښار کې خپلو زده کړو د پایته رسولو نه وروسته  د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

د نوموړو پوځي‌ زده کوونکو د فراغت مراسم د مصراته ښار په ۵۳ پلو ځواکونو په غنډ کې جوړ شوي‌ وو. پدې مراسمو کې د لیبیا لوی درستیز د ترکیې نه ددې هیواد سره د پوځي‌ او روزنیزو برخو کې د مرستو له امله مننه وکړه.



اړوند خبرونه