د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/8626/af5f/178a/620f78ccda784.jpg?time=1719132772)
د سټار ورځپاڼې پر اوکراین د روسیې د یرغل په اړه د ترکیې د عدالت او توسعې ګوند ویاند عمر چیلیک څرګندونو ته ځای ورکړی دی.
په خبر کې د چیلیک له قوله لیکل شوي دي چې د روسیې لخوا پر اوکراین یرغل د ټولو نړۍوالو حقوقو او خپلواکۍ د حقونو سره په ټکر کې یو عمل دی. ولسمشر اردوغان د اوکراین د روان بحران د حل په خاطر په نه ستړې کیدونکې توګه کار کوي. د اوربند په خاطر لیدونو کتنو ته دوام ورکوي. ترکیه د ډیپلوماسۍ له پلوه د نړۍ یو ډیر مهم او کلیدي هیواد دی.
د ینې شفق ورځپاڼې د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاینز خبرتیا ته ځای ورکړی دی. ترکش ایرلاینز په خپره کړې خبرتیا کې ویلي دي چې پر اوکراین د روانو بریدونو له امله ددې هیواد هوايي حریم د هوايي ټرافیک پر مخ تړلی دی . د همدې امله ترکش ایرلاینز په اوکراین کې هغه هیوادوال چې د زمیني لارو څخه يي ځان د رومانیا پلازمینې بخارست ته رارسولی وي له دې ځایه د الوتکو له لارې ترکیې ته انتقالوي.
د حریت ورځپاڼې د ترکیې په اړه په ۲۰۱۶ کال کې د ایرو ویژن د لومړي مقام ګټوونکې جماله څرګندونو ته ځای ورکړی دی.
په ۲۰۱۶ کال کې د ایرو ویژن د سندرو په نړۍواله سیالۍ کې د لومړي مقام ګټوونکې د اوکراین اوسیدونکې جماله د خپلو دوو ماشومانو سره یو ځای د ترکیې د استانبول ښار ته پناه راوړې ده. هغې په استانبول کې خبري غونډه کې د ترکیې او ولسمشر رجب طیب اردوغان نه ډیره زیاته مننه وکړه. هغې وویل چې مونږ ترکانو وژغورولو. د استانبول نه د رومانیا تر پولو پورې راغلل او مونږ يي په ډیره خوندي توګه روغ رمټ استانبول راانتقال کړو.
د صباح ورځپاڼې د سوریې ته د سوري کډوالو د بیرته ستنولو د مسئلې په اړه د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو څرګندونو ته ځای ورکړی دی.
په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو تیره ورځ د اردن د لومړي وزیر مرستیال ، بهرنیو چارو وزیر او د بهر میشتو اردنیانو د چارو وزیر ایمن سفادي سره د لیدنې نه وروسته خبري غونډه کې ګډون وکړ.
چاووش اوغلو وویل چې سوري کډوال په داوطلبانه توګه بیرته خپل هیواد ته د ستنولو په اړه د اردن سره په ګډه کار کوو . مونږ غواړو چې پدې اړه د وزیرانو په کچه یو کنفرانس هم جوړ کړو.
د وطن ورځپاڼې " په صادراتو کې یو بل ریکارډ " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سوداګرۍ وزیر محمد موش وویل چې ترکیې د روان کال د فبروري په میاشت کې د صادراتو کچه د تیر کال همدې میاشتې په پرتله ۲۵ عشاریه ۴ سلنه په لوړیدو سره د شل میلیاردو ډالرو نه اوښتي دي. دا یو ریکارډ دی. هیڅکله هم په یوه میاشت کې صادرات دې کچې ته نه وو رسیدلي.