د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/8626/af5f/178a/620f78ccda784.jpg?time=1719041177)
د حریت ورځپاڼې " ولسمشر اردوغان : پر اوکراین د روسیې عملیات د منلو وړ خبره نده" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د روسیې لخوا د اوکراین په خاوره د پوځي عملیاتو پيلول د منلو وړ خبره نده او ترکیه دا بریدونه ردوي. ولسمشر اردوغان وویل چې د نړۍوالو حقوقو پر خلاف دا ګام په اصل کې د سیمې سولې او هوساینې ورکړ شوی تر ټولو ستر ګوزار دی.
د صباح ورځپاڼې " د بهرنیو چارو وزارت لخوا د روسیې په اړه څرګندونې " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د روسیې لخوا پر اوکراین پوځي برید د منلو وړ ندي او د روسیې حکومت دا ناحقه او د حقوقو پر خلاف عملیات به هر څه ژر پایته ورسوي.
د خبرترک ورځپاڼې " د عدالت او پراختیا ګوند ویاند لخوا د مونترو معاهدې اړوند څرګندونې " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک د روسیې او اوکراین ترمنځه د روان بحران په اړه وویل ترکیه د مونترو معاهدې حکمونه په ډیره غوڅه توګه عملي کوي. همداشان هغه مسایل چې د ترکیې اړوند دي ترکیه به خپل حق د جګړې د لا ژوریدونکو او نښتو د لا زیاتیدونکو اقداماتو پر ځای د سولې او ثبات په پلوي وکاروي.
د ینې شفق ورځپاڼې " د اوکراین د وسله والو ځواکونو لخوا د بیرقدار ټي بي ۲ په اړه ځانګړی ټینګار " د اوکراین لوی درستیز وویل چې د اوکراین وسله والو ځواکونه د روسي ځواکونو پر خلاف په جګړه کې د بیرقدار ټي بي ۲ په وسلو سمبال ډرون الوتکو نه په ډیره فعاله توګه استفاده کوي. د همدې ډرون الوتکو په واسطه مو په پوتوي په سیمه کې د روسیې د ټانکونو د بریدونه مخنیوی وکړ.
د سټار ورځپاڼې " ترکیې او ارمنستان په توافق ورسیدل " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وویل چې ترکیې او ارمنستان د اړیکو د په کامله توګه د نورمالیدو په خاطر مذاکرات پرته د قید او شرط نه د دوام په سر سره په توافق ورسیدل.