د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1783539
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د وطن ورځپاڼې " اردوغان : د روسیې پریکړه د منلو وړ نده " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د روسیې لخوا د اوکراین د دونتسک او لوهانسک سیمو خپلواکي په رسمیت پیژندل د اوکراین په مځکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ښکاره تیری دی. ولسمشر اردوغان دا څرګندونې په افریقا کې د خپل سفر پر مهال وکړې. هغه وویل چې د روسیې پریکړه زمونږ لپاره د منلو وړ نده.

 

د خبرترک ورځپاڼې " اردوغان ، د زیلانسکي سره ټیلیفوني خبرې وکړې " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي‌ سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلی دي‌ چې ولسمشر اردوغان د اوکراین د ولسمشر زیلانسکي‌ سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني‌ خبرو کې د روسیې لخوا د دونتسک او لوهانسک جمهوریتونه د په رسمیت پیژندو په مسئلې خبرې او تبادل د نظر وکړ.

ولسمشر اردوغان  وویل چې ترکیه د هغه پریکړې سره سخت مخالفت کوي‌ چې د اوکراین مځکنې بشپړتیا پر خلاف وي. ددې ستونزې د حل لپاره باید د  ډیپلوماسي  د ټولو امکاناتو نه استفاده وشي.

 

د حریت ورځپاڼې " په سینیګال کې د ترکي شرکت لخوا جوړ شوی د فوټبال ستر لوبغالی پرانیستل شو " د سرلیک لاندې لیکلي دي، په سینیګال کې د ترکي شرکت لخوا د ۵۰ زرو تنو نندارچیانو په ظرفیت جوړ شوی د سینیګال د فوټبال نړۍوال لوبغالی پرون د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

د فوټبال د نړۍوالو فدراسیونونو د ټولنې رئیس د ترکي شرکت نه ددې ستر لوبغالي د جوړولو له امله مننه وکړه.

 

د سټار ورځپاڼې " قزاقستان : ترکیه تل زمونږ ترڅنګ دریدلی دی " سرلیک لاندې لیکلي دي، په استانبول کې د قزاقستان جنرال قونسل علیم بایل وویل چې د ۱۹۹۱ کال راهیسې د ترکیې سره زمونږ دوه اړخیزې اړیکې په ډیر ښه شکل سره دوام لري. ترکیه تل زمونږ ترڅنګ دریدلی دی او ددینه وروسته به هم دریدو ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړه چې پدې وروستیو کلونو کې د ترکیې او قزاقستان ترمنځه په ځانګړې توګه د ټرانسپورت، کولتور، پوهنې، اقتصاد او امنیت په څیر په برخو کې همکاریو کچه ډیره زیاته لوړه شوې ده .

 

د ینې شفق ورځپاڼې " د هورکوش نوې عسکري ماډل الوتکه جوړیږي " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د هورکوش تعلیمي  الوتکو نوې عسکري ماډل د جوړولو نه وروسته د نوي ماډل تاییدۍ سند د اخیستو چارې بشپړې شوي دي. د ویلو ده چې دا سند د الوتکې د ټولو ازمایښتونو د په بریالیتوب سره د سرته رسیدو او ۵۴۰ ساعته د الوتنې د تاییدولو ښکارندويي کوي.

تمه کیږي چې ددې پروژې سره د ترکیې د هوايي ځواکونو اړتیاوې پوره کړي.



اړوند خبرونه