د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/1603/b899/caf2/615a9f0083fbc.jpg?time=1718958343)
د خبرترک ورځپاڼې " اردوغان : د نړۍ تر ټولو په سترو لسو اقتصادونو کې به هیواد داخل کړو " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل پداسې حال کې چې د کرونا ویروس وبا ناروغۍ په دوران کې نړۍ نه وار خطا دی او دروازو په تړولو يي پیل کړی دی ترکیې بیا دا بحران په فرصت د بدلولو د سیاست او پالیسې په خپلولو سره تولیداتو او استخدام رامنځته کولو ته زور ورته کړی دی. پدې ډول ترکیې د پانګه والۍ ، استخدام، تولیداتو، صادراتو او د وارداتو په پرتله د صادراتو د کچې د لوړولو هدف محوره اقتصادي پروګرام په ډیره ښه توګه عملي کړي. ترکیې د پراخې وبا ناروغۍ د لومړنیو میاشتو مالي زیانونو د جبران سربیره لا زیات پرمختګ وکړ. د استخدام او صادراتو په برخه کې مو په پرله پسې ډول سره ریکارډونه جوړ کړل.
د حریت ورځپاڼې " چاووش اوغلو : د روسیې او اوکراین ترمنخه غونډو کوربه توب ته چمتو یو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د روسیې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو سره په جلا جلا توګه ټیلیفوني خبرې وکړې.
پدې ټیلیفوني خبرو کې د روسیې او اوکراین په روان بحران خبرې وکړې. همداشان دواړو بهرنیو چارو وزیرانو ته ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه د روسیې او اوکراین ترمنځه غونډو کوربه توب او منځنګړتوب ته چمتو دی.
د صباح ورځپاڼې " په ترکیه کې د متحده عربي اماراتو د پانګه اچونې پلان " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د متحده عربي اماراتو لخوا په ترکیه کې د لسو میلیاردو ډالرو پانګه اچونې نقشه معلومه شوه. خلیج به لومړی د ترکیې د دفاعي صنایع په برخه کې پانګه اچونه وکړي. متحده عربي امارات غواړي چې په ترکیه کې د کرنۍ، انرژۍ، خوراکي سکتور او معلوماتي سکټور په برخو کې پانګه اچونه وکړي.
د ینې شفق ورځپاڼې " د تورې بحیرې ګاز به د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ ربع کې بازار ته عرضه شي " د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې تر اوسه پورې په توره بحیره کې په دوو جلا جلا زیرمو کې ۵۴۰ میلیارده متر مکعب ګاز موندلي دي. د ویلو ده چې دا موندل شوي ګاز د ۲۵ کلونو لپاره د ترکیې د ګازو اړتیاوې پوره کوي.
دا ګاز مصرف ته د وړاندې کولو په خاطر ددینه مخکې د ۲۰۲۳ کال کې نیمايي ښودلی شوی وو خو اوس دا نیټه یو څو میاشتې مخکې شوه او د ۲۰۲۳ کال لومړۍ ربع وښودل شوه. د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ ربع کې به ددې ګازو په استفادې پيل وشي.
سټار ورځپاڼې " سانجر : کومه مینه چې ترکیې ماته راکړې ده هغه د لسو نوبل جایزو نه ډیره مهمه ده " د سرلیک لانېد لیکلي دي، د نوبل جایزې ګټوونکي د ترکیې مشهور ساینس پوه ډاکټر عزیز سانجر وویل چې په ترکیه کې هغه ته ورکړ شوې مینه د لسو نوبل جایزو نه ډیره مهمه ده . ځکه چې د ترکیې ۸۵ میلیونو تنو دا ماته وښوده چې دوې پدې ډیر ښه پوهیږي چې سانجر ترکیې سره مینه لري، ترکیې لپاره خدمت کوي، ترکیې ته ډير زیات قیمت ورکوي او د هغه ټول بریالیتوبونه د ترکیې بریالیتوب دی.