د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1779480
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې " په دوبۍ کې د ترکیې  د ملي ورځې هیجان " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ په متحده عربي اماراتو کې د ایکسپو ۲۰۲۰ په نندارتون کې د ترکیې د ملي ورځې په پروګرام کې ګډون وکړ او وینا وکړه. هغه وویل چې په ترکیه کې د کرنۍ نه نیولې تر اقتصاده په هره برخه کې په چارو کې تداوم ترلاسه کول دي. د ایکسپو پدې نندارتون کې د ترکیې ګډون ددې خبرې ښکارندويي کوي.

 

د وطن ورځپاڼې " ولسمشر اردوغان : هر ډول مرستې او ملاتړ ته تیار یو " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په متحده عربي اماراتو کې د سوداګرو او پانګه والو سره لیدنه وکړه. ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې وویل چې د مشرانو دنده د تجارت نه نیولې تر دفاعي صنایع ، د ګرځندوی نه نیولې تر ټرانسپورت پورې په هره برخه کې فرصتونو رامنځته کول دي. د ترکیې د سوداګرۍ وزارت، د صنایع او ټکنالوژۍ وزارت او اړوند ټول ادارات د پانګه والۍ په پروژو کې ستاسې  سره هر ډول مرستې او ملاتړ ته تیار دي.

 

د حریت ورځپاڼې " د اسرائیل ولسمشر ترکیې ته راځي " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې او اسرائیل ترمنځه په اړیکو کې نوې دوره پیلیږي. د اسرائیل ولسمشر اسحاق هرتزوغ د مارچ د میاشتې په نهمه نیټه د دوه ورځني سفر په ترڅ کې ترکیې ته راځي.

 

د خبرترک ورځپاڼې " په انقره کې د امریکا د سفیر مهمې څرګندونې " سرلیک لاندې لیکلي دي، په انقره کې د امریکا سفیر جیفري فلاک په ترکیه کې د امریکا د سفیر په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته د لومړي ځل لپاره د ترکیې او امریکا د اړیکو په اړه څرګندونې وکړې.

هغه وویل چې ترکیه د تیرو ۷۰ کلونو راهیسې د ناټو سازمان قوي غړی په ناټو سازمان کې تر ټولو د ډیرو اف ۱۶ جنګي الوتکو د قوت خاوند هیواد دی. هغه وویل چې د ترکیې او امریکا ترمنځه د اف ۱۶ جنګي الوتکو په اړه مذاکرات په ډیره مثبته توګه پرمخ روان دي  او په نږدې راتلوونکې کې به یو امریکايي هیئت ترکیې ته راشي.

د ینې شفق ورځپاڼې " فلای دوبي د مارچ په میاشت کې استانبول ته الوتنې له سره پيلوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د متحده عربي اماراتو د هوايي کرښو شرکت فلای دوبۍ د مارچ د میاشتې د دویمې نیټې نه په اعتبار سره استانبول ته خپلې الوتنې له سره پیلوي .

پدې ډول به د فلای دوبۍ هوايي شرکت  استانبول ته او متحده عربي اماراتو ترمنځه په اونۍ کې ۱۲ الوتنې وکړي.



اړوند خبرونه