د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1778607
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د صباح ورځپاڼې " د ترکیې او متحده عربي‌ اماراتو ترمنځه ۱۳ تړونونه لاسلیک شول " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، متحده عربي‌ اماراتو ته د ولسمشر اردوغان د سفر په چوکاټ کې تیره ورځ د ترکیې او متحده عربي‌ اماراتو ترمنځه  د دفاعي‌ صنایع، روغتیا، چاپیریال بدلون، صنایع، ټکنالوژۍ، کولتور، کرنۍ، سوداګرۍ، اقتصاد، مځکني‌ او سمندري‌ ټرانسپورت، ځوانانو، ناورین ادارې، هوا پیژندنې، معلوماتو او ارشیف په ګډون په ۱۳ برخو کې تړونونه لاسلیک شول.

 

د سټار ورځپاڼې " دا بحران یواځې د ترکیې په منځګړتوب  هواریدلی شي "  د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، په انقره کې د اوکراین سفیر واسیل بودنر وویل چې د روسیې او اوکراین ترمنځه د روانو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل. هغه وویل چې د اوکراین او روسیې ترمنځه موجوده ستونزه یواځی ترکیه حلولی شي. ترکیه کولای شي‌ چې د قوي‌ منځګړتوب سره په سوله ایزه توګه دا ستونزه حل کړي.

 

د وطن ورځپاڼې " اوکراین ته د سفرونو په اړه د ترکش ایرلاینز څرګندونې " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ملکي‌ هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاینز اعلان وکړ اماده دي‌ چې ټولو هغه مساپرو ته چې د اوکراین ټکټ اخیستی وي‌ یا د ټکټ بدل ورکړي‌ او یا ورته ټکټ تاریخ بدل کړي. ترکش ایرلاینز ویلي‌ دي‌ چې اوکراین ته به الوتنې پرې نکړي‌ او الوتنې به په نورمال شکل سره دوام وکړي.

 

د ینې شفق ورځپاڼې " ترکیه د نیالګیو په کینولو کې په اروپا کې په لومړي‌ کتار کې ځای لري او په نړۍ کې په څلورم " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د ځنګلونو د مهندسینو خونې رئیس حسن ترک یلمز وویل چې ترکیه د سمسورتیا او زرغورتیا په برخه کې په اروپا او نړۍ کې تر ټولو ډیر کار کوي. هغه وویل چې ترکیه د نیالګیو په کینولو کې په اروپا کې په لومړي‌ او د نړۍ په کچه په څلورم کتار کې ځای لري.

ترک یلمز وویل چې ۳۰ کاله مخکې په د ترکیه کې  ۱۹ عشاریه ۷۸ میلیونه هکټاره  ځنګلونو شتون درلود چې نن دا رقم ۲۲ عشاریه ۹ میلیونو هکټارو ته لوړ شوی دی. هغه وویل چې دا کافي‌ ندي‌ خو په سمه لاره روان

د خبرترک ورځپاڼې " د شیرماهي‌ کبانو په صادراتو کې  د پام وړ زیاتوالی " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، ترکیې د تیرو پنځو میاشتو په دننه کې د نړۍ ۲۶ هیوادونو ته ۱۲۴۷ ټنه شیرماهي‌ کبان صادر شوي‌ دي. د ۲۰۲۱ میلادي‌ کال د سپټمبر د ۳۱  او ۲۰۲۲ کال د جنوري‌ د ۳۱ مو نیټو ترمنځه د صادر شوو شیرماهي‌ کبانو نه ۵ میلیونه ۶۷۶ زره او ۳۹۱ ډالره عواید ترلاسه شوي‌ دي.



اړوند خبرونه