د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/1603/b899/caf2/615a9f0083fbc.jpg?time=1719218212)
د حریت ورځپاڼې " آمنه اردوغان : روغتیايي وضعیت مو مخ په ښه کیدو دی " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن وویل چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان روغتیايي وضعیت چې په کرونا ویروس اخته شوی دی د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ښه کیدو روان دی. د ډاکټرانو په وینا په یو څو ورځو کې به د هغه د کرونا ټسټ منفي شي. همداشان د ولسمشر اردوغان میرمن آمنې اردوغان د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې ، د ولسمشر اردوغان او زما روغتیایي وضعیت د ښه کیدو پر لورې روان دی .
د ینې شفق ورځپاڼې " د ناټو او جرمني د اوکراین په مسئله کې د ولسمشر اردوغان نه مننه وکړه " د سرلیک لاندې لیکلي دي، ناټو سازمان او جرمني د ولسمشر رجب طیب اردوغان نه د روسیې او اوکراین ترمنځه روان کړکیچ د سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو څخه د حل لارې موندولو په خاطر د پيل کړو ډیپلوماتیکو هلو ځلو نه د ملاتړ اعلان وکړ او مننه يي وکړه. د ناټو سازمان مشر ینس ستولتنبرګ ولسمشر اردوغان سره په ټیلیفوني خبرو کې د اوکراین په مسئله کې د ډیر فعاله او رغنده رول د لوبولو او دې ستونزې ته د سیاسي لارو څخه د حل لارې د موندولو په اړه د روانو هلو ځلو نه ملاتړ وکړ او مننه يي وکړه. همداشان د جرمنی د بهرنیو چارو وزارت ویاند کرستوفر برګر هم وویل چې د اوکراین په مسئله کې د ترکیې د هلو ځلو نه ملاتړ کوو.
د خبرترک ورځپاڼې " د شمالي قبرس ترک جمهوریت لخوا د اروپا پر خلاف سخت غبرګون " د سرلیک لاندې لیکلي دي، شمالي قبرس ترک جمهوریت د قبرس د مسئلې په اړه د اروپا د کمیسیون د ساختاري اصلاحاتو د ملاتړ څانګې د رئیس ماریو ناوا هغه څرګندونو پر خلاف چې ویلي وو د قبرس په ټاپو کې دوه جلا جلا دولتونه د منلو وړ خبره نده ډیر سخت غبرګون وښود. د شمالي قبرس ترک جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د قبرس د مسئلې د حل په اړه د اورپايي ټولنې د چارواکیو دا ډول تبصرې او ارزونې او قضاوت هیڅډول اخلاقي او حقوقي بڼه نلري. خلاف د ټولو اخلاقو او حقوقو دي.
سټار ورځپاڼې " د ترکیې په مرستو بار ښېګڼې ریل ګاډی افغانستان ته ورسید " د سرلیک لاندې لیکلی دي، د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اړوند د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې او په ترکیه کې د یو زیات شمیر ملکي ټولنو سره په ګډه هماهنګۍ کې راټولې شوې مرستې چې د ښېګڼې په ریل ګاډي کې افغانستان ته استول شوې وې ریل ګاډی افغانستان ته ورسید. د ولسمشر اردوغان لخوا افغانستان ته د مرستو لیږولو په اړه د هدایت نه وروسته اړوندو اداراتو په ډیره ښه هماهنګۍ کې دا ریل ګاډی افغانستان ته ورسو.
د صباح ورځپاڼې " په ټول هیواد کې د ترکو واک خوښي " د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې جوړ شوی د کرونا ویروس ضد ځايي او ملي واکسین ترکو واک پرون په ټول هیواد کې په روغتونونو کې د هیوادوالو خدمت ته وړاندې شو. تیره ورځ په ټول هیواد کې د ترکو واک واکسین په تطبیق پيل شو.
هیوادوالو " هم ډیر زیات افتخار کوو او هم ډیر زیات خوښ یو. مونږ په خپل دولت او ډاکټرانو پوره باور لرو. " د ویلو ده چې په هیواد کې ډیرې لویې کتلې د ځايي واکسین انتظار ویسته چې د هغوې انتظار پایته ورسید . په لومړۍ ورځ ډیرو زیاتو هیوادوالو ځايي او ملي واکسین وکړ.