د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1772696
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د وطن ورځپاڼې " چاووش اوغلو : منځګړتوب په مسئلې باید لا زیات تمرکز وکړو"

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د روسیې او اوکراین ترمنځه روان بحران ته په اشارې سره وویل  " د اوکراین او شاوخوا وضعیت ته په کتو سره  د منجمد نښتو اصطلاح ګمراه کوونکې ده. په اصل کې ددې نښتو حل لارې منجمد شوي دي. که چیرې دلته دې ستونزو ته هر څه ژر یوه مناسبه حل لار ونه موندل شي  هره شيبه ددې احتمال شتون لري چې په تاوتریخوالي بدل شي او په جګړې واوړي. د همدې امله مونږ باید لا زیات د منځګړتوب پر مسئلې تمرکز وکړو."

 

د ینې شفق ورځپاڼې " د ارمنستان نه ترکیې ته لومړنی سفر " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې او ارمنستان ترمنځه د اړیکو د نورمالیدو د بهیر په چوکاټ کې تیره ورځ د استانبول او اریوان ترمنځه الوتنې پیل شوې. د ارمنستان د فلای ون هوايي شرکت اړوند یوه الوتکه پرون د ۶۴ تنو مساپرو سره په استانبول کې راښکته شوه. د ویلو ده چې د ترکیې او ارمنستان ترمنځه د ۲۰۲۰ کال راهیسې دا لومړنی مخامخ سفر دی چې ترسره کیږي.

 

د خبرترک ورځپاڼې " د ترکو واک واکسین ډاډمندتیا په علمي توګه هم معلومه شوه" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په ترکیه کې جوړ شوي  د کرونا ویروس ضد ځايي او ملي واکسین ترکو واک  ښاري روغتونونو ته په لیږولو پیل وشو. هغه وویل چې تر ننه پورې د ترکو واک واکسین د جانبي عوارضو په اړه هیڅډول کوم شکایت او راپور ندی ثبت شوی. د ترکیې ځايي او ملي د کرونا ویروس واکسین ترکو واک د علمي پلوه هم خپل ډاډمنتیا په اثبات رسولې ده .

زمونږ هیوادوال کولی شي  چې پرته د شک او شبهې د کرونا ویروس نه د محافظت په خاطر ځايي او ملي واکسین وکړي.

 

د صباح ورځپاڼې " د ۲۰۲۲ کال  جنوري په میاشت کې د ترکیې صادراتو یو ځل بیا ریکارډ تازه کړ " د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه د صادراتو په برخه کې په ډیرې پياوړې توګه پرمختګ ته دوام ورکوي. د ویلو ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د ترکیې صادرات ۲۲۵ عشاریه ۴ میلیارده ډالرو ته د رسیدو سره د جمهوریت په تاریخ کې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلي وو. همداشان ترکیې ۲۰۲۲ کال کې هم صادرات د ریکارډ سره پیل کړل. د ترکیې د سوداګرۍ وزیر محمد موش وویل چې د ۲۰۲۲ کال د جنوري په میاشت کې د ترکیې صادرات د تیر کال همدې میاشتې په پرتله د ۱۷ سلنې ډیریدو سره ۱۷ عشاریه ۶ میلیارده ډالرو ته رسیدلي دي. دا یو ریکارډ دی .

 

د سټار ورځپاڼې " د ورور هیواد سره په تجارت کې مهم پرمختګ " د سرلیک لاندې لیکلي دي، تیر کال د اوزبیکستان د بهرني تجارت حجم د ۲۰۲۰ کال په پرتله د ۱۶ سلنې لوړیدو سره ۴۲ میلیارده او ۷۱ میلیونه او ۶۰۰ زره امریکايي ډالرو ته رسیدلی دی. همداشان ترکیې تیر کال د اوزبیکستان د بهرني تجارت ۸ عشاریه ۱ سلنه برخه ترلاسه کړې ده . ترکیه د اوزبیکستان څلورم تر ټولو ستر تجاري  شریک هیواد شو.

تیر کال د ترکیې او اوزبیکستان ترمنځه تجاري  حجم د ۶۲ سلنې په لوړیدو سره د لومړي ځل لپاره د ۳ میلیاردو ډالرو نه واوښت.



اړوند خبرونه